په زاهدان کې د ترهه ګرو یوه ډله  کسان ونیول شول
(last modified Thu, 05 Jan 2023 02:04:29 GMT )
Jan 05, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • په زاهدان کې د ترهه ګرو یوه ډله  کسان ونیول شول

ددغې ډلې شپږ واړه وګړي   پر هغو درو کسانو سربیره چې   ورسره ئې ملګرتیا درلوده  په یولړ پیچلو عملیاتو کې وینول شول چې تر دې د مه ئې پخپلو شرغواړو   کارونو اعترافونه هم کړي دي او  پلان ئې درلود چې نورو ورانکاریو ا و حملو ته  دوام ورکړي

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ،د ایران دسیستان اوبلوچستان د پولیسو قوماندان سردار محمد قنبري  پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې  ووئيل یوه ترهه ګره ډله چې  په زاهدان کې  کشف شوي ، په مستقیم ډول ئې له هیواده  بهر دښمنانو سره  ارتباط درلود او  ټرینینګونه ئې ترسره کړي  او  دغه راز ئې له هغو مالی  او وسلوالې مرستې هم ترلاسه کولې. سردار قنبري ووئیل  ددغې ډلې وګړو په تیرو اونیو کې پر پولیسو او امنیتی مامورانو څو ځله وسلوالې حملې او خپل ویډیوئی کلیپونه  ئې  ددښمنانو په رسندویو کې خپرۀ کړي دي.  د سیستان او بلوچستان دپولیسو قوماندان دغه راز ووئیل، ددغې ډلې شپږ واړه وګړي   پر هغو درو کسانو سربیره چې   ورسره ئې ملګرتیا درلوده  په یولړ پیچلو عملیاتو کې وینول شول چې تر دې د مه ئې پخپلو شرغواړو   کارونو اعترافونه هم کړي دي او  پلان ئې درلود چې نورو ورانکاریو ا و حملو ته  دوام ورکړي.سردار قنبري زیاته کړې ،ددغه ټيم له پټنځایونو  زیات شمیر وسلې ،مهمات چاودیدونکي توکي   او یو شمیر ګاډي  هم کشف او ضبط شوي دي  

 

ټیګونه