اسلامي ایران د پاکستان د بلوچستان حمله وغندله
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت په یوه پیغام کښې په بلوچستان صوبې کښې په ترهګرې حملې کښې د پاکستان د څلورو پوځيانو وژله وغندله او ویې ویل ترهګرۍ د ایران او پاکستان ګډ درد دی.
د پاکستان په بلوچستان صوبې کښې د پنجګور سیمې په خوا کښې د امنیتي ځواکونو په کاروان باندې د ترهګرو په پروني برید کښې څلور حکومتي عسکر وژل شوي دي.
په اسلام اباد کښې د ایران سفارت په یوه پیغام کښې د دغه ټروریسټي حملې د غندلو په ترڅ کښې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه.
په پاکستان کښې د ایران سفارت ټینګار وکړ چې ترهګرۍ زمونږ ګډ درد دی او دوه ګاونډي هیوادونه د دغه سپیرې ښکارندې قربانیان دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزیرې میرمن مریم اورنګزیب هم څو ساعته مخکې وویل ترهګر د ایران او د پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه کوي خو زمونږ اراده قوي ده او ترهګرو ته د ماتي ورکولو کلک هوډ لرو.