خارجه وزیردې له هیرمن سینه د ایران حقابه په جدی توګه تعقیب کړي
(last modified Mon, 23 Jan 2023 00:41:28 GMT )
Jan 23, 2023 05:11 Asia/Kabul
  • خارجه وزیردې له هیرمن سینه د ایران حقابه په جدی توګه تعقیب کړي

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم  ریئسي  خارجه وزیر ته ځانګړي دنده سپارلې څو له هیرمن سین څخه  د ایران د اوبو دحق دوسیه په جدي توګه تعقیب کړي.

د هیرمند د تړون په اساس ، چې په ۱۹۷۲کال کې  د ایران او افغانستان د وخت  چارواکو لاسلیک کړی،له هیرمن سینه دایران ونډه په کال کې ۸۲۰میلیون مکعب میټره  او په هرې ثانیې کط  کابو ۲۶مکعب میټره ده چې  البته  په مختلفو موسمونو اومیاشتو کې  سره فرق کوي.

 دافغانستان مخکیني حکومت چې  د ایران د حق آبه  دتامینولو ادعا ئې کوله، پر هیرمن سین ئې په نیمروز ولایت کې د کمال خان ډیم په جوړولو سره عملا ددغه تړون داجرا مخه ونیوله چې د ایران په خاوره کې په تیره بیاپه سیستان او بلوچستان ولایت کې ئې  د هیرمن سین د شاوخوا حوزې انساني، حیواني او د وَنو بوټو ژوند ته ډير تاوانونه واړول.

زمونږ خبریال راپور راکړ، د اسلامي ایران ولسمشر ابراهیم ریئسي   پرون ناوخته د حکومتي کابینې په ناستې کې  خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  او دافغانستان په چارو کې د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي مامور کړي څو پر افغانستان  له واکمن لوري سره  د مشورو له لارې له هیرمن سینه د ایران د حق آبه او د سیستان او بلوچستان د خلکو د اړتیاوړ اوبو دتامینولو  موضوع په جدیّت سره تعقیب کړي. هغه همداراز خپل مرستیال محمد مخبر ته هم دنده وسپارله څو د انرژۍ په تامینولو کې د سیستان اوبلوچستان ولایت د خلکو دمشکل حل په جدي توګه وارزوي.

 

ټیګونه