د سباؤن لسیزه(44سباؤن) د اسلامی انقلاب له سیمې د ورآخوااغیزې
(last modified Thu, 02 Feb 2023 07:09:44 GMT )
Feb 02, 2023 11:39 Asia/Kabul
  • د سباؤن لسیزه(44سباؤن) د اسلامی انقلاب له سیمې د ورآخوااغیزې

د تهران دپښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د اسلامی انقلاب د بریالیتوب د ۴۴کلیزې په مناسبت د مبارکۍ په وئيلو سره دسباؤن لسیزې نومې لړۍ له ننني مطلب سره ستاسو په خدمت کې  یوو، هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.

  دوستانو د ایران اسلامی انقلاب د انقلاب د صادریدا آئيډیا له پولې  او قومونو ورآخوا پر پروګرامونو او موخو مشتمل  دیني هویّت سره  له هماغه پیله په نظر کې درلوده چې  په دې زمینې کې ئې هم د پام وړ بریالیتوب ترسرلاسه کړی دی . په هغو هیوادونو کې چې  دایران اسلامی انقلاب  ورباندې اغیزې شیندلي،د هغه هیواد په عمومی افکارو کې  ئې ډيرې هیلې راپیدا کړې دي ،هندوستان دی.

دې ته په پام سره چې  دهند خلکو د ۱۹۴۷کال داګست په پنځلسمه نیټه له انګریز استعمار سره له اوږدې مبارزې وروسته خپلواکي او آزادي ترلاسه کړه، د ایران اسلامی انقلاب  هم په ډير ښه ډول درک کوي او په دې اند دي چې  ترظلم او کړاؤ لاندې خلک په اتحاد،یووالی او ملګرتیا سره پر نړیوال استکبار او استعمار ګرو بریالي کیدلی شي.

د هندوستان  یو غوره دیني او روحاني شخصیّت مولانا محمد تقوي  په دې باب وائي؛د اویایمې میلادي لسیزې په وروستیو کې په ایران کې اسلامی انقلاب هاله بریالی شوی ؤ چې پر انګریز استعمار د هندوستان د ولس  د بریالیتوب کابو درې لسیزې تیرې شوي وې  او د دوي لپاره په ښه ډول د ایران  اسلامی انقلاب د درک وړ ؤ. ځکه دوی له هندوستانه د انګریزانو په شړلو کې بریالی شوي وو او په ایران کې اسلامی انقلاب  هم د امریکا استکبار او استعمار لاسونه لنډ کړل  او دهند ولس د حضرت امام خمینی   له انقلابي تعلیماتو څخه په الهام اخستو سره په حقیقت کې خپل روح تازه کړ.

Image Caption

 

     د هند پر خلکو د ایران د اسلامی انقلاب  اغیزې له درو اړخونو ارزولی شو. لومړی اړخ ئې  د هندوانو پر ټولنې دی چې د وي هم دخپلواکه هندوستان غوښتونکي وو او د آزادۍ او خپلواک ۍ دترلاسه کولو لپاره  د ایران د ولس دغوښتو او آرمان ملاتړ کوي. دوهم اړخ ئې  دهند پر شیعیانو د اسلامی انقلاب اغیزې دي. دې ته په پام سره چې  دایران خلک هم شیعه دي ، د ایران  او ه ندوستان دشیعیانو ترمینځ  یو خاص مذهبی او روحانی ارتباط  رامینځةشو،داسې چې دهند اهل تشیَع د ایران له اسلامی انقلاب څخه خوشالی احساسوي . البته  نه یوازې په هند کې بلکې   دلبنان پشمول د نړۍ په نورو هیوادونو کې  هم شیعیان  په ایران کې  اسلامی انقلاب، دځان لپاره یو اساسی او پیاوړی ملاتړ او پشتوانه  ګڼي څو پخپلو هیوادونو کې  خپل اجتماعي موقعیّت لوړ کړي. دهند وستان شیعیان هم  چې تل د نورو مسلمانانو او هندوانو ترڅنګ سوله ایز ګډ ژوند تیروي ،د ایران د اسلامی انقلاب  تر اغیزو لاندې ئې  تازه روحیه او ژوند  اخستی په هند کې د شیعیانو ډیری ټولنې  وائي چې د ایران اسلامی انقلاب باندې نه یوازې ویاړي ،بلکې   ورباندې ناز کوو.. دا په دې معنا ده چې  په هندوستان کې شیعیان چې  احساسوي ، له نورو سره په پرتله کې له کمتر  او لاندیني  ځایه برخمن دي، په ایران کې د اسلامی انقلاب رامینځةکیدا په درستې نړۍ کې د شیعیانو دموقعیّت د پیاوړتیا لپاره ډيره مهمه او ارزښتمنه ده .

         په هند براعظمګي کې د سیاسی چارو یو کارپوه ډاکټر اقبال  هم په دې باب وائي،په هندوستان کې شیعیان  په ایران کې له اسلامی انقلاب سره یوه خاصه مینه او دلچسپي لري او دا خپل بریالیتوب ګڼي او په همدې دلیل د ایران د بریالیتوبونو په باب ډير خبرونه او راپورونه په جدي توګه تعقیبوي. د هندوستان پشمول په درستې نړۍ کې شعیان د ایران  داسلامی انقلاب بریالیتوب دځان لپاره یو پیاوړې پشتوانه  ګڼي او ورڅځه بشبړ ملاتړ کوي.

د ایران د اسلامی انقلاب دریمه اغیزه د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر پر مسلمانې ټولنې ده.په هندی کشمیر کې د ځينو سیاسی او مذهبی ټولنو په اند،دایران اسلامی انقلاب  په دې  سیمې ترټولو زیاتې اغیزې شیندلي دي،داسې چې په هندي کشمیر کې د اسلامی او انقلابي تعلیماتو د احیاء سبب شوي دي. د اسلامی علمیه حوزو احیاء د اسلامی بهیرونو او ډلوټپلو  د ودې او غوړیدا سبب شوي چې  په هغو کې د کشمیر د شیعیانو د شرعي ټولنې  جوړیدا ته اشاره کولی شو. په دغې سیمې کې داسې ډير کم کورونه پیدا کیدلی شي چې  د ایران داسلامی انقلاب دمعظم لارښود کوم عکس نه لری. دا موضوع،په هندي کشمیر کې  د ایران د اسلامی  انقلاب د شتون اونفوذ ژورتیا ښئ . د هندي مسئلو یو بل نامتو کارپوه او شناندی ښاغلی علائی  هم  په دې باب وائي؛د هندي کشمیر پشمول دهندوستان د شیعیانو ټولنې د انقلابی دیني تعلیماتو د احیاء لپاره یوې قدرتمنې او هدفمنې  بیلګې ته ضرورت درلود چې په ایران کې د اسلامی انقلاب په بریالیتوب سره  خپلې دغې هیلې اوامید ته ورسیدل. په حقیقت کې د هندی کشمیر ټولنه،د ایران  اسلامی انقلاب، په هند براعظمګي کې د  اسلام د عظمت  د احیاء لپاره خپله اعتقادي  او معنوي پشتوانه  ګڼي او   له  پلوه هڅه کوي، د ایران له اسلامی جمهوریت سره نزدې اړیکې و لري .

 

         په هرحال د ایران د اسلامی انقلاب مسئولانو تل اعلان کړی دی،په درستې نړۍ کې د محرومو ملاتړي او پناه ځاي او دشیعیانو یاور او ملګري دي. دهندوستان خلک،چې پخپله ئې د هند استعمار په ضد په انقلاب او پاڅون سره د خپلواکۍ او آزادۍ خوند څکلی دی،په ایران کې د اسلامی انقلاب په هرکلي سره  دا د آادي غواړو ټولنو د پیوستون او وحدت او یووالي سبب ګڼي او په دې اند دي چې د حضرت امام خمیني په اسلامی او انقلابي  اغیزو سره اسلامی ویښتیا او  همداراز د ملتونو بیداري،ډ ډ يری مشکلاتو او خنډ،نو د لیریکیدا لامل کیدلی شي.له دې امله  د ایران  اسلامی انقلاب په نړۍ کې د آزادي غواړو دحرکتونو  او غورځنګونو الهام بخښونکی ګڼي.

په عین حال کې د ایران اسلامی انقلاب پخپل نړیوال ورايښت سره ،دنړۍ د آزادي غواړو او مستضعفینو پناه ځاي دی او په دغې لارې کې ثابت  او پیاوړي ګامونه پورته کوي. دې ته په پام سره چې د ایران د اسلامی انقلاب د حرکت یو شعار،د دینونو او مذهبونو په تیره بیا د اهل تشیَع او اهل تسنن  ترمینځ وحدت او پیوستون دی. په هندوستان کې د ملګرتیااو اتحاد پالنې په پياوړتیا کې ددغو اوڅاره اغیزو کتونکي یوو او دا چې مسلمانان  د هندوانو ترڅنګ  خپل ګډ سوله ایز ژوند ته دوام ورکوي.البته  په دې لارې کې  د هندوانو افراط پالې ډلې ټپلې  هڅه کوي،څو د مسلمانانو دمقدسو ځایونو په ورانولو سره له هندوانو سره ددوي ارتباط او اړیکې خرابې کړي، خو په هند کې مسلمانانو په عمل کې ښودلې ده چې له قانوني لارې د مسئلو په تعقیبونې سره د تاؤتریخوالو د رامینځةکولولپاره هیڅ ګروهنه نه لری.پردې اساس، له تاؤتریخوالي ډډه کول او د وهابیّت د دهرډول غلطو عقیدو او کړنو ردَوول، په هر پړاړ کې  او دمځکې پر هر ګوټ ګوټ کې د  اسلامی  انقلاب د کړچار ښودنه ده چې  په هندوستان کې ئې د ملموسو اغیزو شاهدان یوو.

  د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو ددغه مطلب وخت هم همدومره ؤ نو تر بل مطلب پورې له دې مخکې چې په نیاؤمن خداي مو وسپارو ،باید ووایو چې زمونږ انټرنیټي ایدریس PARSTODAY.IR/PS  هم درسره نوټ کړئ چې له تازه  او وروستیو خبرونو ،راپورونو ،تفسیرو، مرکو او نورو سیمه ایزو او نړیوالو پیښوځانونه خبر  وساتئ ، نو نیکمرغه ژوند ولرئ  او سرلوړي ووسئ.

(سیماب)

*****************************************************

 

ټیګونه