د زده کونکو د مسمومیت د عاملانو په سزا کیدا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار:-
(last modified Tue, 07 Mar 2023 07:43:31 GMT )
Mar 07, 2023 12:13 Asia/Kabul
  • د زده کونکو د مسمومیت د عاملانو په سزا کیدا د اسلامي انقلاب د ستر لارښود ټینګار:-

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د ځینو زده کونکو د مسمومیت موضوع داسې ستر جنایت وباله چې سترګې ورباندې نشي پټیدلای وویل: هغه کسان چې په دغه کار کښې یې لاسونه درلودل باید عوامل او مسببان یې سخت سزا شي.

حضرت ایت الله خامنه اي په تیرې دوشنبې ورځ دغه موضوع د ټولنې د تر ټولو معصومو عناصرو یعني د ماشومانو پرضد جنایت او دغه راز د کورنیو د اندیښنه او د ټولنې د رواني ناامنۍ سبب وبلله او ټینګار یې وکړ: د ایران چارواکي او استخباراتي ادارې او پولیس باید په جدیت سره دغه موضوع تعقیب کړي.

حاضردمه د ایران په ښوونځیو کښې د زده کونکو د مسمومیت موضوع هغه تر ټولو مهمه مسله ده چې نن سبا یې د ټولنې ذهنونونه بوخت کړي دي او عمومي افکار یې اندیښمن کړي دي.

د مسمومیت لومړۍ پیښه په تیرې لیندۍ میاشت کښې د ایران د قم ښار په یوه ښوونځي کښې رامینځته شوه او له هغه وروسته د ایران په نورو ښارونو او دغه راز د قم ښار په نورو ښوونځیو کښې د ګڼ شمیر زده کونکو د مسمومیت په هکله یوشمیر راپورونه خپاره شول.

البته دغه زده کونکي سمدستي روغتونونو ته انتقال کړې شوې او هلته یې درملنه وشوه او یوشمیر انجلۍ چې په روغتون کښې بستري کیدا ته یې اړتیا لرله په اته څلویښتو ساعتونو کښې ښې شوې او له روغتونو څخه مرخصې شوې.

دې ته په پام سره چې د خلکو د امنیت او د سلامتیا ساتل د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت لومړیتوب دی نو ځکه خو د دغو پیښو له هماغه لومړیو شیبو څخه د هیواد امنیتي او استخباراتي ادارو د دغو پیښو د اړخونو د کشفولو او په دغو پیښو کښې د اغیز شیندونکو عواملو د پيژندلو لپاره پراخ تحقیقات پیل کړل او دغه تحقیقات اوس هم دوام لري.

له دې سره سره د دغو پیښو له لومړیو څخه دوښمانانو هڅه کړي ده په بې اساسه ادعاګانو او رواني جنګ سره هم د ایران امنیتي او استخباراتي ادارې د دغو پیښو د رامینځته کیدا په مخنیوي کښې ناتوانه وښيي او هم په ټولنه کښې د ویرې سبب وګرځي.

دا په داسې حال کښې دي د هغو پیښو  او  موضوعاګانو په هکله چې د خلکو له سلامتیا سره اړونده دي د ایران د اسلامي جمهوریت د کړچار مخینه په ښه ډول ښيي د زده کونکو په شمول د خلکو د هوساینې تامینولو او ارامښت ته  د چارواکو او د اړونده ادارو لخوا جدي پام دی.

د بیلګې په توګه د دیارلس سوه اته نویم هجري لمریز کال په وروستیو کښې چې ایران ته د کورونا ویروس د رارسیدا خبر تائید شو نو په ټولنه کښې یې اندیښنه او اضطراب رامینځته کړ او دوښمنو رسنیو هم دغو اندیښنو ته لمن وواهه.

خو له دې سره سره د ایران ټولې حکومتي او غیر حکومتي ادارې او ارګانونونه او موسسې له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره میدان ته راووتلې او په تیر هجري لمریز کال کښې د ایران ساینس پوهان وتوانیدل د کورونا ضد واکسین په جوړولو سره له دغه ناروغۍ سره د مقابلې لپاره ستر ګام پورته کړي او همدا اوس په ایران کښې د کورونا ویروس له کبله د مړ کیدونکو کسانو شمیر له  لسو کسانو کم او په ځینو ورځو کښې صفر دی.

همدا اوس په ایران کښې د زده کونکو د مسمومیت په هکله له پروپاګنډو سره سره دغه موضوع په جدیت د تعقیبولو په حال کښې ده او نتیجې به یې زر خلکو ته اعلان شي.

دغه راز دې ته په پام سره چې د ټولنې رواني امنیت او د خلکو د سلامتیا موضوع د ایران لومړیتوب ګڼل کیږي له هغو کسانو او ډلو سره به چې د دغو پیښو مسوول دي نرمښت ونه ښودل او د اسلامي انقلاب ستر لارښود  حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په دې هکله وویل ټول باید پوه شي که چیرې کوم کسان د دغه جنایت د عواملو په توګه وپيژندل شي او محکوم شي هغوې به هیڅکله ونه بخښل شي ځکه چې دوې ته باید سخته سزا ورکړل شي چې د نورو خلکو لپاره د عبرت سرچینه شي.»

 

ټیګونه