اروپائي هیوادونه دې د نوو پنځیدلو قدرتونو له کلب سره یو ځاي شي
(last modified Sat, 08 Apr 2023 00:29:57 GMT )
Apr 08, 2023 04:59 Asia/Kabul
  • اروپائي هیوادونه دې د نوو پنځیدلو قدرتونو له کلب سره یو ځاي شي

د چین په بیجینګ کې د  ایران اوعربستان د خبرواترو په بهیر کې موافقه شوې چې له اوو کلونو وروسته خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيل کړي.

په آسټریا کې د ایران د اسلامی جمهوریت سفر اروپائی هیوادونو ته سپارښتنه کړې ده ، د ایران په وړاندې له ماته خوړلو سیاستونو څخه په درس اخستو سیره دې دنوو پنځيدولو قدرتونو له کلب سره یو ځاي شي.

د چین په بیجینګ کې د  ایران اوعربستان د خبرواترو په بهیر کې موافقه شوې چې له اوو کلونو وروسته خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې بیرته پيل کړي.

ددغې پالیسۍ په دوام کې تیرې چارشنبې ورځې د ایران خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان   دعربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره دلیدو کاتو لپاره بیجینګ ته لاړ او له لیدو  کتو وروسته ئې یوه  ګډه اعلامیه صادره کړه. چې دواړه لوري پکې ژمن شوي دي چې د سیمې امنیت او ثبات او د ددغو هیوادونو  اوملتونو ګټې یوازې سیمه ایز هیودونه تامینولی شي ، چې په دې زمینې کې هراړخیز ملګرتیا ته ډير ضرورت دی .  او باید دملګرتیاؤ په پراختیا سره سیمه یز  او نړیوال مخه نیونکي خنډونه لیرې شي.

زمونږخبریال راپور ر اکړ، په آسټریا کې د ایران سفیر عباس باقر پور په یوه ټویټ کې ولیکل اروپایان دې  پخپلو ماته خوړلو سیاستون بیا کتنه وکړي. له محاسباتي تیروتنو ،د هیوادونو د ناسم انځور له منعکس کولو  او توپیري کړچارونو دې لیرې ووسي او د هغو نوو پنځیدلو  قدرتونو له کلب سره دې یو ځاي شي ، چې په سولې اوثبات پسې دي .  

 

ټیګونه