د امریکا له پولو په ورآخوا بندیزونو  خپګانونه
(last modified Tue, 13 Jun 2023 10:49:43 GMT )
Jun 13, 2023 15:19 Asia/Kabul
  • د امریکا له پولو په ورآخوا بندیزونو  خپګانونه

د نړۍ دځينو هیوادونو په ضد د واشنګټن له خوا د بې  مخینې  و پراخو بندیزونو اعمالیدا او  له دغه سیاست سره د  امریکا دمتحدانو ملګرتیا، سبب شوې ده څو عملا د واشنګټن متحد هیوادونه  له ډيرو زیاتو تاوانونو سره مخامخ شي.

په دې زمینې کې د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست  مسئول جوزف بورل ، د امریکا دمتحده ایالاتو  له پولو ورآخوا بندیزونه  د نړیوالو قوانینو  خلاف وبلل او وې وئيل، د ؛بندیز؛ کلمه ،  په هیڅ یوۀ اروپائي تړون کې نشته او یوازې  له ؛محدودونکو  اقداماتو ؛ استفاده شوې ده .

اروپائي هیوادونه چې د ماسکو په ضد د واشنګټن له بندیزي سیاستونو څخه په پیروۍ سره  ددغه هیواد په ضد په تیره بیا د ګیسو د اخستو او انرژۍ په برخې کې سخت بندیزونه لګولي دي، اوس د خپل ماتیدونکي اقتصادي  ګډوډیو او دخپلې اړتیا وړ سونکګو  دتامینولو لپاره  له کمښتونو سره  مخ شوي دي . دا موضوع سبب شوې ده  څو حتی ځینی اروپائي چارواکي هم  دامریکا له بندیزي سیاستونو څخه د اروپا په پیروۍ سختې نیوکې کړي او دا ئې یو ناسم کار  ارزولی دی .

 د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون  څه موده مخکې  داروپائي اتحادئې ؛سټراټژيکې خپلواکۍ ؛ ته په اشارې سره  ووئيل، مونږ باید پوهه شو چې د مونږ لیدتوګې په کوم ځاي کې له متحده ایالاتو سره  ورته والی لري، هغه که د اوکراین په باب وي او که  له نورو هیوادونو سره د اړیکو او یا بندیزونو په باب، مونږ یوه داسې  اروپائي سټراټژيکي لرو  چې  په اساس ئې ،باید بلاک بندۍ ته وارد نشو  او  په نړۍ کې  له بحرانونو او بې نظمیو سره  ښکیل نه شو چې  د مونږ کار نه دی.

Image Caption

 

په حقیقت کې  اروپائي هیوادونو په تیره بیا په وروستیو  لسیزو کې په نړیوال ډګر کې د امریکا له سیاستونو څخه په لازیاتې پيروۍ سره پر خپل ځان ډګر تنګ کړی دی . داپه داسې حال کې دي چې  امریکائي چارواکي یوازې د امریکا ګټې په نظر کې لري، هماغه شان چې د امریکا د وخت کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  شعار ؛ امریکافرسټ؛ په عملی توګه دنورو په ضد دخپل حکومت د اقداماتو په سر کې راوستی ؤ. ددغه سیاست یو مثال ، د اروپا له  غوښتې پرته  له جامعې نړیوالې ایټمی موافقې د امریکا یو اړخیز وتل وو.

د ماسکو په ضد دامریکا په بندیزونو کې داروپا ملګرتیا، ددغو سیاستونو یو بل مثال شمیرل کیږی. په دغې ملګرتیا کې ، اروپائي هیوادونو ډير زیات تاوانونه لیدلي دي ، ځکه  دروسیې له خوا د انرژۍ بهیر غوڅ شوی او دا موضوع سبب شوي ،په خينو اروپائي هیوادونو کې  د سونګو بیّې زیاتې شي،بیروزګاري پکې زیاته شي او ځینی هم له دیوالیه کیدا سره مخ شي.  په دې لړ کې  خپرۀ شوي اقتصادي راپورونه ښئ چې  په زیاتره اروپائي هیوادونو کې  دانفلیّشن اندازه په بې مخینې ډول  زیاته شوې ده او ډیرې  دا ویره لري  چې ټولنیز خپګانونه هم زیات شي.

Image Caption

 

 د امریکا یو مشهور متفکر او نظریه وړاندې کونکی نوام چامسکي هم په دې زمینې کې  خبرداری ورکوي،که  اروپا د متحده ایالاتو  ترسلطې په لاندې نظام کې پاتې شي، نو  په زیات احتمال سره به ځوړتیا او غیر صنعي کیدا تجروبه کړي.

 دا شرائطو په داسې حال کې دي چې  اروپائي هیوادونه  پخپله  ددغه سیاست په اجرا خوښ نه دي.  دځینو اروپائي  هیوادونو د چارواکو نظر،  د امریکا له سیاستونو سره ملګرتیا، د یوې خپلواکه اروپا سیاستونه  تر پوښتنې لاندې ورولي  او اروپا د و اشنګټن په یوې بې ارادې لوبتکې بدلوي ، یوه داسې موضوع چې په اروپائي مشرانو کې ئې هم تاؤتریخوالي  هم زیات کړي دي.

د اروپائي اتحادئې دبهرني سیاست  مسئول جوزف بورل  د امریکا له بندیزونو سره په مخالفت کې  چې ټول    له هغو  څخه پیروي ته پابنده کوي، ټینګار وکړ، مونږ دغه سیاستونه دنړیوالو قوانینو په خلاف ګڼو ،مونږ  پر دریمګړو هیوادونو  دخپلو  قوانینو په تپلو  اعتقاد نه لرو.

په عین حال کې ، هغه څه چې  د امریکا دبندیزونو دغیر قانونوالي په باب د جوزف بورل له څرګندونو څخه لامهمم بریښي ، دا چې اروبا  ددغو  غیر قانوني بندیزونو پیروي کوي او ورځ تر بلې   له واشنګټن سره خپل اړوندوالی هم نندارې ته وړانډې کوي.  

 

ټیګونه