ایران او پاکستان د امنیتی او انتظامي ملګرتیاؤ د پیاوړتیا هوډلري
د ایران او پاکستان د کورنیو چارو دوزارتونو چارواکو د پولیسو او امنیتی ملګرتیاؤ له پیاوړتیا سره موافقه وکړه.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، دایران او پاکستان ځانګړي امنیتی کمیشن په دوه ورځنۍ ناستې کې دواړو لورو د ګډو پولو په مدیریّت کې د ملګرتیاؤ د لوړتیا، له ترهه ګرۍ سره دمبارزې ، په پولو کې د غیر قانوني تګ راتګ د مخنیوی او له انساني او دنشه ایزوموادو له قاچاق سره د مبارزې پشمول د مختفو موضوعګانو په باب خبرې اترې او ځینی مهمې موافقې وکړې.
په سرحدي سیمو کې د تجارتي ملګرتیاؤ پیاوړتیا، په اقتصادي ملګرتیاؤ کې د لارو چارو پرمخ بیولل، ددواړو هیوادونو دګاونډیو ولایتونو ترمنیخ د امنیتی اوانتظامي ملګرتیاؤ پراختیا ، د ایران او پاکستان د ځانګړي امنیتی کمیشن په لسمې ناستې کې ددواړو لورو په مشورو کې نوره مهمې موضوعګانې وې.
ددغې امنیتی ناستې په پاي کې دواړو لورو د یوه تفاهم نامې په لاسلیک کولو سره ، د امنیتی او انتظامي ملګرتیاؤ په زمینې کې یوه ګډ تفاهم لیک ته د لازر رسیدا لپاره دعملی اقداماتو په غوره کولو سره موافقه وکړه.