اسلامی ایران د پاکستان امنیت او ثبات خپل امنیت او ثبات ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135748-اسلامی_ایران_د_پاکستان_امنیت_او_ثبات_خپل_امنیت_او_ثبات_ګڼي
د ایران او پاکستان اړیکې  له پخوا راهسې  په مختلفو  برخو کې مخ په وده دي  او  پاکستان  د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه   له عراقه وروسته په څه دپاسه نهه سوه کلومیټر و پورې د مځکنۍ  پولې په درلودلو سره  له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.
(last modified 2023-07-16T02:35:41+00:00 )
Jul 16, 2023 01:37 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د پاکستان امنیت او ثبات خپل امنیت او ثبات ګڼي

د ایران او پاکستان اړیکې  له پخوا راهسې  په مختلفو  برخو کې مخ په وده دي  او  پاکستان  د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه   له عراقه وروسته په څه دپاسه نهه سوه کلومیټر و پورې د مځکنۍ  پولې په درلودلو سره  له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.

د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو عمومی قوماندان  د پا کستان د پوځ له مشر قوماندان سره په کتنې کې   ددغه ګاونډي هیواد امنیت د ایران  امنیت وبالۀ.

د ایران او پاکستان اړیکې  له پخوا راهسې  په مختلفو  برخو کې مخ په وده دي  او  پاکستان  د ایران د یوه ګاونډي هیواد په توګه   له عراقه وروسته په څه دپاسه نهه سوه کلومیټر و پورې د مځکنۍ  پولې په درلودلو سره  له ایران سره ترټولو اوږده ګډه پوله لري.

زمونږخبریال راپور راکړ د  دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان سردار حسین سلامي  په تهران کې دپاکستان د پوځ  له مشر قوماندان جنرال عاصم منیر سره په کتنې کې  د ایران او پاکستان  په سرحدونو کې پوله ایز امنیتیي چیلنجونه ، د مسلمانانو  ترمینځ دخونړیو  تفرقو د رامینځةکولو لپاره د سلطې د نظام  خطرنا ک سیاستونه وبلل.

سردارسلامي ووئيل،سپاه پاسداران چمتووالی لری چې د پاکستان دپوځ په مشارکت او ملګرتیا سره ددواړو هیوادونو امنیتی پولې له امینتی وضعیّته تیرې کړي او په اقتصادي پولو ئې بدلې کړي .

 هغه همداراز د دواړو هیوادونو په پولو کې له امنیتی ګواښونو او ترهه ګرو ډلګیو سره د مقابلې  په موضوع کې د ملګرتیاؤ  دپراختیا لپاره د ظرفیّتونو او چمتووالو د لوړتیا پر اهمیّت په ټينګار سره ووئيل،د تعاملاتو ،ملګرتیاؤ او د ګډو اقداماتو په پراختیا سره به د ترهه ګرو ډلګیو ژوند تریخ کړو او ددواړو هیوادونو په سرحدي سیمو کې  تل پاتې امنیت به ټينګ کړو.

د پاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرال عاصم منیر  هم په دغې کتنې کې  ایران ته په سفر د خوښۍ په ښودلو سره  د دواړو هیوادونو د امنیتي او دفاعي تعاملاتو د زیاتیدا په اهمیّت باندې په ټينګار سره  ووئيل، پاکستان د دواړو هیوادونو په ګډو پوله ایزو سیمو کې  دترهه ګرو عناصرو د فعالیتونو او شتون  او دناامنیو  د مشکل دحل لپاره  تیار دی ، خپل مینځۍ  ملګرتیاوې پیاوړي کړي او  له اوسني وضعیّته د تیریدا او ددواړو هیوادونو دخوښې وړ   په نورو زمینو کې  د پرمختګ تر ټولو مناسبې لارې چارې وکاروي .د پاکستان دپوځ مشر قوماندان دغه سفر  د شهید جنرال قاسم سلیماني د خاطراتو   یادوونکی وباله او روښانه ئې کړه،  د ایران او پاکستان ددوو ملتونو ګډ ټکي  چې د اسلام په مکتب کې جرړه لري،  په مختلفو  اړخونو کې ددواړو هیوادونو د اړیکو او ورورولۍ  او اتحاد دپراختیا لپاره  پیاوړي پشتوانه ده.

د  پاکستان د پوځ مشر قوماندان جنرا ل عاصم منیر چې پرون  دیوه لوړ روتبه پوځي پلاوي په مشرئ تهران ته سفر راغلی ، د ایران د پوځ له لوي درستیز سردار محمد باقري  او د د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ عمومي قوماندان  سردار عبدالرحیّم موسوي سره ئې هم لیده کاته کړي دي .