د ایران د هوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې مانوره نن شپه پیلیږي
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دهوائي ځواک قوماندان ووئيل،د فداییان حریم ولایت هوائي اقتدار یولسمه مانوره،د هوائي ځ واک د ټولو کنډکونو په ګډون سره نن شپه پیلیږي.
ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار حمید واحدي نن د اصفهان په شهید بابائي هوائي ځواک په مرکز کې د ایران د پوځ د هوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې هوائي اقتدار یولسمې مانورې عملیاتي فیز او اصلي مرحلې پيلیدا ته په اشارې سره زیاته کړه،دغه مانوره د حضرت خاتم الانبیاء(ص) د مرکزي غونډ د تصویب شوو ما نورو برخه ده چې د جنګي توان د لوړتیا،د پیلوټ لرونکو او بې پيلوټه ډول ډول الوتکو په کارولو سره د واقعي شرائطو کې د جنګ لپاره د مناسبې بیلګې په مقصد پلان ا و اجرا کیږي.
د ایران د پوځ د هوائي ځّواک د قوماندان په ونیا،په دغې ما نورې کې هغه ځوان او غوره انساني ځواک چې د هیواد په داخل کې او د داخلی استاذانو تر نظرلاندې ئې خپل ټول تخصصونه کارولي دي،د ډ ول ډول جنګي، ښکاري ،او ډ رونز ۹۲الوتکو څخه په استفادې سره د پيژندنې،انځورونو اخستو، د هوائي او مځکني ټارګټ په شیشت کې د راوستو ، ،نفسیاتي عملیاتو، دالیکټرانیک جنګ، مخه نیونکي نرم آوزاري جنګ او د نوو او ما ډرن تجهیزاتو دتولید شوو سسټمونو په شمول د ډول ډول عملیاتو لپاره ورڅخه ا ستفاده کیږي. سردار واحدي روښانه کړې ده ، د ایران دهوائي ځواک د فداییان حریم ولایت نومې قدرتمنه یولسمه مانوره د پوځ دهوائي ځّواک په ځان باؤرئ او پر خپلو پښو په تکیې سره ترسره کیږي او او درست کارؤنکي تجهیزات وسلې او مهمات او پلانونه د داخلی متخصصانو د تخصص او قدرت ننداره وړاندې کوي.
هغه ددغې سترې او قدرتمنې مانورې مهم پیغام، په سیمې کې دوستي، سوله ،آرامښت او ا منیت بللی او وئیلي ئې دي ،تل پاتې امنیت ، د سیمه ایزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ،ښه ګاونډيتوب او د هیواد دهوائي پولو دفاع ددغې مانورې چورلیزونه دي.