سپاه پاسدارانو د وحشي صهیونیسټي رژیم باؤؤ مات کړی دی
سردار پاکپور د فلسطین په غزې کې د مقاومتي مبارزانو په لاس د طوفانو الاقصی ناڅاپی عملیاتو ته په اشارې سره ووئيل، د فلسطینی مقاومتي ځواکونو په عملیاتو سره د صهیونیسټي رژیم باؤؤ او وحشت په بشپړ ډول ختم شوی دی. او نه جبرانیدونکي تاوانونه ئې زغملي دي.
د ایران د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان ټينګار وکړ دفلسطینی مقاومتي مبارزانو په ناڅاپي عملیاتو سره د جنایتکار صهونیسټي رژيم باؤؤ او وحشت په بشپړ ډول ختم شوی دی.
د وحشي صهیونیسټي رژیم د توکمپال کړچار دوام او د فلسطین دمظلوم ولس عامه وژله سبب شوې څو د فلسطین مقاومتي ډلې د اکتوبر له اومې نیټې د طوفان الاقصی نومې په عملیاتو کې دغه وحشي رژيم ته نه جبرانیدونکي تاوانونه وارد کړي . په دغو عملیاتو کې د وروستیو راپورونو په اساس، کابو یو زر څلور سو زیات صهیونیسټان هلاک شوي او په سلګونو نور د فلسطینیو مبارزانو په لاس نیول شوي دي
د سپاه پاسدارانو د مځکني ځواک قوماندان سردار محمدپاکپور په سیمې کې د و روستیو بدلونونو په تشریح کولو سره ووئیل،د یوه یا دوو قدرتونو په دخالت او یا د امریکایانو په ارادې سره دنړیوال نظم د منظمولو پړاؤ پاي ته رسیدلی او په سیمې او نړۍ کې نور لوبغاړي رول لوبوي .
سپاه نیوز خبری سایټ راپور ورکړی،سردار پاکپور د فلسطین په غزې کې د مقاومتي مبارزانو په لاس د طوفانو الاقصی ناڅاپی عملیاتو ته په اشارې سره ووئيل، د فلسطینی مقاومتي ځواکونو په عملیاتو سره د صهیونیسټي رژیم باؤؤ او وحشت په بشپړ ډول ختم شوی دی. او نه جبرانیدونکي تاوانونه ئې زغملي دي.