امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده
(last modified Thu, 26 Oct 2023 09:02:01 GMT )
Oct 26, 2023 13:32 Asia/Kabul
  • امریکا د جنایتونو اصلي شریکه او د صهیونیسټي رژیم له نسکورېدا اندېښمنه ده

د اسلامي انقلاب معظم رهبر د صهیونیسټي رژیم له پرلپسې جنایتونو سره په مقابله کې، د غزې د خلکو صبر او ځواک او د دوی مظلومیت ته په اشارې سره وویل: اشغال شوي فلسطین ته د امریکې په ګډون، د نورو شرورو او ظالمو هېوادونو لکه: د انګلستان، فرانسې او آلمان د مشرانو پرلپسې سفر، د غاصب رژیم د له منځه تلو څخه د مخنیوي هڅه ده.

حضرت آیت ا... العظمی خامنه يي پرون (چهارشنبه) د لرستان ولایت د ۶۵۵۵ شهیدانو په یاد د کنګرې له ګډونوالو سره په کتنه کې، د صهیونیسټي رژیم په جنایت کې امریکا ثابته شریکه وبلله او وویل: د امریکې لاسونه ترڅنګل پورې، د غزې د ماشومانو، ښځو او نورو شهیدانو په وینو ککړ دي او په حقیقت کې امریکایان دا جنایتونه اداره کوي.»

د اسلامي انقلاب د معظم رهبر دغه څرګندونې، په فلسطین کې د اوسنیو بدلونونو د واقعیتونو ښودنه کوي، چې یوځلې بیا د صهیونیسټي نیواکګر رژیم د جنایتونو او ظلمونو په بشپړ ملاتړ کې، د امریکې په مشرۍ د لوېدیځو هېوادونو رول او د دغه رژیم له نسکورېدو څخه د مخنیوي لپاره، د دوی هڅې څرګندوي.

همدا اوس صهیونیسټي رژیم د الاقصی په طوفاني عملیاتو کې د فلسطین د مقاومت له لوري د پوځي، امنیتي او استخباراتي شرمناکې ناکامۍ په غبرګون کې، د پرمختللو بمونو او توغندیو په کارولو سره، د غزې د تړانګې اوسېدونکي او حیاتي بنسټونه په خپلو وحشیانه حملو سره په نښه کړي دي، چې له امله يې تراوسه، څه دپاسه ۶ زره فلسطينيان شهيدان او له ۲۰ زرو زيات ټپيان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزې تړانګه کې د صهيونيسټانو له لوري نسل وژنه، د امريکا او اروپايي هېوادونو له ملاتړ او د نړيوالو سازمانونو له بې کفايتۍ پرته، ممکنه نه وه چې په دومره شدت سره دوام  وکړي. تل ابیب ته د امریکا د ولسمشر په ګډون، د دغه هېواد د بهرنیو چارو او د دفاع د وزیر او د نورو امریکایي چارواکو پرلپسې سفرونه او د صهیونیسټي رژیم د جنګ د شورا په غونډه کې د هغوی ګډون، چې په تېرو ۷۵ کلونو کې بې ساری وو، په ښکاره توګه د غزې په جګړه کې د امریکا مهم رول او ګډون څرګندوي.

عبري ژبې ورځپاڼې «يديعوت آحارونوت » په دې اړه د يوه راپور په خپرولو سره، ليکلي دي: «واشنګټن په سيمه کې د خپلو ګټو پر بنسټ، د تل ابيب پر ځای، د غزې د اوسنۍ جګړې مشري پر غاړه لري».

بې له شکه، امریکا د دغه رژیم له پیل راهیسې د  صهیونیسټي رژیم ترټولو ستر سیاسي او تسلیحاتي ملاتړی دی او د دغه هېواد له خوا جوړ شوي مهمات هم دغه رژیم ته د وسلو په برابرولو کې ترټولو مهم رول لري . په دې وروستیو ورځو کې امریکا د مدیترانې په سمندر کې، د «جرالډ فورډ» او «یو ایس ایس ایزن هاور» په نوم، دوې الوتکې وړونکې بیړۍ ځای پر ځای کړې دي او د هغوی ټول تاسیسات، د سپوږمکۍ، جاسوسۍ او د اورېدلو وسایل، د صهیونیسټانو د جنګ خونې په خدمت کې ځای پر ځای شوي دي.

په همدې حال کې، اروپایي او امریکايي هېوادونه په نړیوالو ناستو کې له خپل نفوذ څخه په استفادې سره، د غزې تړانګې پر ولسي وګړو د صهیونیسټي رژیم د پوځي حملو د بندولو د مخنیوي لپاره کار اخلي. په همدې لړ کې، امريکې له انګلستان او فرانسې سره يوځاى، د صهيونیسټي رژيم له لوري د غزې پر تړانګې د بريدونو د بندولو لپاره د روسيې له خوا له وړانديز شوي پریکړه لیک سره مخالفت وکړ او د دې مخه یې ونیوله چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا، دغه رژيم په غزه کې د خپلو جنايتونو بندولو ته اړ کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې په تړانګه کې د صهیونیسټي رژیم د حملو د ملکي قربانیانو شمېر ته په پام سره، دا د امریکې د حکومت نړیوال مسئولیت دی.

ښکاره خبره ده چې د فلسطین د مقاومتي ځواکونو په مقابل کې د صهیونیسټي رژیم له سختې ماتې وروسته، چې د دغه رژیم د کمزورتیا او ځپونې ښکارندويي کوي، اروپایي او امریکايي هېوادونه د پوځي، سیاسي او رسنیزو ملاتړونو په زیاتولو سره، هڅه کوي چې د دغه غاصب رژیم بقا تضمین کړي.

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په دې اړه وفرمایل: د نړۍ بدمرغه خلک ویني چې صهیونیسټي رژیم د فلسطیني مبارزینو د سختو او پرېکنده ګوزارونو په وجه، د «نابودۍ او تباهۍ» په حال کی دی؛ له همدې امله، په دغو سفرونو او د پیوستون په څرګندولو او د جرمونو د وسایلو لکه: بمونو او نورو وسلو په برابرولو سره، هڅه کوي چې زخمي او ویجاړ شوی رژیم په زور سره په پښو ودروي.»

ټیګونه