اسرائیل د جولا کور او ټول لوېدیځ قدرتونه د واورو جوړ سړي دي
په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب وویل: نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي.
د ایرنا د خبر له مخې، د تهران د جمعې د لمانځه موقت خطیب، حجت الاسلام و المسلمین "کاظم صدیقي" په نیواکي سیمو کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره وویل: د الاقصی طوفان عملیاتو وښوده چې که مقاومت برید کوونکی دریځ غوره کړي، لوړ لاس به ولري."
په تهران کې د جمعې د لمانځه موقتي خطیب زیاته کړه: له صهیونیسټي رژیم څخه د لوېدیځو هېوادونو او امریکې ملاتړ وښوده، چې نه یوازې صهیونیسټي رژیم د جولا کور دی، بلکې ټول قدرتونه د واورو جوړ سړي دي او که چېرې انسان د دوی پر مقابل کې د خدای پر قدرت توکل وکړي، د دوی بې معنی توب او پوچ توب به نړۍ ته ښکاره شي.
حجت الاسلام و المسلمین صدیقي وویل: د غزې د مظلومو ماشومانو وژنې د نړۍ احساسات راوېښ کړل او د نړۍ په مختلفو سیمو له هغې ډلې د سپینې ماڼۍ مخې ته او د لندن او فرانسې په واټونو کې، دا وښوده چې د اسرائیلو تباهي نږدې ده او موږ به د امریکا د زوال شاهدان هم واوسو."