د ایران سپاه پاسداران ځواک د ترهګرو ډلو په مرکزونو حملې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک نن سهار په سیمه کښې د ترهګرو ډلو په یوشمیر مرکزونو باندې بریدونه وکړل.
د سوریې د ادلب ولایت ځايي سرچینو وویل د ایران توغندي په دغه ولایت کښې د حزب الترکستان ، د تحریرالشام( جبهه النصره) او د داعش ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې ولګیدل او هغه تباه شول.
المیادین ټیلي ويژن هم نن سهار راپور ورکړ د ایران حملې په ډیرو دقیقو بلاسټیک توغندیو سره ترسره شوې او په سوریې کښې یې د داعش ، د تحریر الشام او د حزب الترکستان ترهګرو ډلو اصلي مرکزونه تباه کړي دي.
په عین حال کښې د عراق د کردستان سیمې امنیتي ادارې نن سهار وویل په اربیل کښې د صهیونیسټ رژیم د جاسوسۍ ادارې « موساد» په یوه اصلي مرکز باندې د ایران په توغندوي حملو کښې څلور کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
«ټایمز اف اسرائیل» ورځپاڼې اینټرنیټ پاڼې هم وویل د ایران د توغندوي حملې په وژل شویو کسانو کښې د عراق د کردستان سیمې یو ستر تاجر «پیشرو دیزايي» هم شامل دی.
«پیشرو دیزايي» چې ټایمز اف اسرائیلو ورځپاڼې هغه د عراق د کردستان سیمې تاجر معرفي کړی دی صهیونیسټ رژیم ته د عراق د کردستان سیمې د تیلو د صادرولو اصلي عامل دی او هغه د اسرائیلو له جاسوسۍ ادارې موساد سره نږدې ارتباط درلود.
د امریکا ای بي سي نیوز ټیلي ويژن نن سهار د عراق د یوې امنیتي سرچینې په قول راپور ورکړ د عراق په اربیل سیمه کښې د امریکا کنسولګرۍ ته نږدې په اتو سیمو باندې حملې شوي دي او دغه بریدونه ډیر سخت وو.
د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران ځواک نن سهار په دریو جلا جلا بیانیو کښې په بلاسټیک توغندیو سره د سیمې په ځینو هیوادونو کښې د ایران ضد د ترهګرو ډلو د غونډیدا او د جاسوسۍ په مرکزونو باندې د حملو او د هغو د ړنګیدا خبر ورکړ.