د هلال احمر پر روغتون د وحشي صهیونیسټي رژيم حمله جنګي جنایت دی
سحاب – د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزارت ویندوي د سورئې او لبنان په سرحدي سیمې کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې په صحرائي روغتون باندې د جنایتکار صهیونیسټي رژیم حمله د جنګي جنایت بشپړ مصداق په توګه وباله او په سخته ئې محکوم کړ.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړی،د ایران د خارجه وزارت و یندوي ددغې حملې په غبرګون کې دنړیوالو انسان دوستۍ دحقوقو د پيژندل شوو حقوقو په اساس په روغتیائي مرکزونو او روغتونونو باندې دحملې دممنوعیّت په یادولو سره په غزې،لبنان او سورئې کې په روغتونونو،روغتیائي مرکزونو او مرستندویه مرکزونو باندې د نیواکګر رژيم بیا بیا حملې د ټولو نړیوالو اصولو او قواعدو په ضد ددغه وحشي رژيم د لیونتوب روښانه نښه وبلله.
اسماعیل بقائي په دوام کې د جنګي جنایت په توګه د صهیونیسټي رژيم د اقدام د محکومت او د سره صلیب دنړیوالې کمیټې پشمول د اړونده نړیوالو اورګانونو د جوت غبرګون غوښته وکړه.
هغه همداراز له هغو لکونو لبنانیانو سره د مرستې لپاره د نړیوالې ټولنې د فوري اقدام اقدام ضرورت ته په اشارې سره چې په وروستیو دوو اونیو کې د لبنان په عمومی سیمو باندې د صهیونیسټي رژیم د حملو د سختیدا په دلیل د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي دي، کډوالو ته د فوري مرستو لپاره د ملګروملتو او د نورو اړونده نړیوالو اورګانونو په تیره بیا د کډوالو دلوړې کمیشنرۍ او سره صلیب پر مسئولیّتونو ټینګار و کړ.
وحشي صهیونیسټي رژیم چې په تیر یوه کال کې ئې د امریکا او بریتانیا په بشپړ ملاتړونو سره په غزې تړانګې کې ډول ډول جنګي جنایتونه کړي دی، پرون پنجشنبې ورخې ئې د غزې د شمال روغتونونه په بمبارولو وګواښل او ددوهم ځل لپاره ئې د کمال العدوان ،اندونزي، العوده روغتونونو او نورو مهمو روغتیائي مرکزونو د خالي کولو فرمان صادر کړی دی.