د ایران په سویل ختیځ کې دوه بسیجي ځواکونه په شهادت ورسېدل
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس قرارګاه د عامه اړیکو په یوې اعلامیې کې راغلي چې د سیستان او بلوچستان د بسیج دوه تنه غړي د وسله والو وحشیانو په ړانده او بزدلانه اقدام کې په شهادت رسېدلي.
د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس د ځمکنیو ځواکونو د عامه اړیکو دفتر اعلان کړی چې د زاهدان – بم د اورګاډي پر یوې ساتونکي پوسته باندې، د وسله والو وحشیانو په ډزو کې، د بسیج دوه تنه غړي شهیدان شوي دي.
د دغه خبر له مخې، د شنبې په ورځ هم د شمالي خراسان د جوادالائمه لوا کارکوونکی، ډګروال سید مرتضی حسیني هم د روزنیزو عملیاتو په لړ کې، د سراوان په سرحدي سیمه کې په شهادت ورسېد.
سراوان د سیستان او بلوچستان یو له اړوند سیمو څخه دی چې د دغه ولایت له مرکز زاهدان څخه په ۳۴۷ کیلومترۍ کې سویل ختیځ ته او د پاکستان په ګاونډ کې پروت دی.