Feb 13, 2024 14:18 Asia/Kabul
  • په پېښور ښار کې د ایران د اسلامي انقلاب د بريا له کلیزې نمانځنه وشوه

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په مرکز پیښور کې، د ایران د اسلامي انقلاب د بریالیتوب د کلیزې په مراسمو کې ګډون کوونکو، د اسلامي انقلاب د ۴۵مې کلیزې په مناسبت د ایران ولس او حکومت ته مبارکی وویله.

له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې؛ د ايران د اسلامي جمهوريت د ملي ورځې او د ايران د اسلامي انقلاب د بريالیتوب د ۴۵مې کليزې د نمانځنې مراسم د پاکستان په پيښور ښار کې، په پاکستان کې د مېشتو بهرنيو هېوادونو د ډيپلوماټانو او د دغه هېواد د مخکښو پارلماني، اقتصادي، علمي، کلتوري او رسنیزو چارواکو په شتون سره ترسره شول.

په دې مراسمو کې د خيبر پښتونخوا صوبې وزير حاجي غلامعلي، د پاکستان د موقت حکومت د کابينې يو شمېر وزيران، د پارلمان غړي، د سوداګرۍ خونې رييسان، په پېښور کې د افغانستان قونسل جنرال حافظ محب الله هم د مېلمنو په ډله کې وو.

د دغه خبر له مخې، په دغو مراسمو کې په پېښور کې د ایران د اسلامي جمهوریت قونسل جنرال بنفشه خواه په مختلفو ډګرونو کې د ایران د اسلامي انقلاب د لاسته راوړنو او د سیمه ایزو او نړیوالو مهمو مسائلو او همداراز له پاکستان سره دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.

ټیګونه