امریکایانو په ښکاره اعلان کړی چې د ایران په مقابل کې یې بریا نه ده ترلاسه کړې
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د سپاه پاسدارانو د قوماندان مرستیال امیرالبحر علي فدوي زیاته کړه: باید یادونه وکړو، چې امریکا او د هغې متحدانو د سترو شیطانانو په توګه، په مکرر ډول او په عامه توګه اعلان کړی چې، د اسلامي جمهوریت پر وړاندې یې یو ځل هم بریا نه ده ترلاسه کړې.
هغه پر باطل باندې د حق د نهايي بریا په اړه د قرآنکریم آیتونو ته په اشارې سره وویل: هرڅومره چې موږ خپلې وظیفې سرته ورسوو، هغومره به پر باطل باندې د حق د بري په اړه د خدای وعده پوره شي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قومندان مرستیال څرګنده کړه: موږ د شهیدانو په بهانه په حقیقت کې د ځان لپاره مراسم جوړوو، چې ان شاءالله دوی به زموږ لاسونه ونیسي او دا کار به خامخا ترسره شي، ځکه یوه الهي ژمنه ده.
ده زیاته کړه: د پراخو ټاکنو يوه پایله دا ده چې دښمن به يو ځل بيا خپلې محاسبې تېروتنې وويني او پر خپل بدن به سخت ګوزارونه لمس کړي.