Jun 11, 2024 15:21 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو ماشوم وژونکی رژيم دې نورو ته د اخلاقو درس نه ورکوي/ امریکې او فرانسې ته د ایران د ځواب
    د اسرائیلو ماشوم وژونکی رژيم دې نورو ته د اخلاقو درس نه ورکوي/ امریکې او فرانسې ته د ایران د ځواب

د ایران د خارجه وزارت ویاند د امریکې او فرانسې د ولسمشرانو ګډه بیانیه چې په یوې برخې کښې یې د ایران د اسلامي جمهوریت خلاف بې بنیاده او د نه منلو وړ تورونه مطرح شوي، وغندله او هغه یې مردوده وبلله.

د پارس ټوډی د خبر له مخې، د ایران د خارجه وزارت ویاند «ناصر کنعاني» په دې خبرې سره چې دغه ایراني ضده بیانیه بې بنیاده او بې اساسه او د سیاسي اهدافو او انګیزو لرونکې او د امریکې او فرانسې د تیرو ماتې خوړلو سیاستونو په دوام کښې ده، زیاته کړه: ډیره د خندا خبره ده چې د اسرائيلو د ماشوم وژونکي رژيم ملاتړي چې په تیرو اتو میاشتو کښې یې کابو ۱۵ زره ماشوماناو په زرګونو فلسطینیان قتل عام او ټوټې ټوټې کړې دي، او هم د اسرائیلو د رژیم په جنګي جنایتونو باندې د معترضو محصلینو او ښاریزو په ځپلو سره، ځان ته اجازه ورکوي چې نورو ته د اخلاقو او بشري حقوقو درس ورکړي.

کنعاني په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ایران د یوکرین د لانجې له پيل څخه تل د دواړو لولو د اخلافاتو د سیاسي هواري په ملاتړ باندې ولاړ اصولي او روښانه سیاست لرلی دی، څرګنده کړه: په سیمه او نړۍ کښې د ثبات او امنیت په رامینځته کولو او ټینګولو کښې او د نړیوال امنیت د پياوړتیا په لړ کښې له ترهګرو ډلو سره په مبارزه کښې د ایران د اسالمي جمهوریت له پيژندل شوي رول څخه انکار نه شي کیدې.

د ایران د ډیپلماسۍ د ادارې ویاند همداشان په ځانګړې توګه په دفاعي او امنیتي برخه کښې د امریکې د پیروۍ نه کولو لپاره د اروپا د هلوځلو په هکله د هغه د وروستیو څرګندونو په چوکاټ کښې، د فرانسې ولسمشر ته سپارښتنه وکړه چې د ایران په وړاندې د امریکې د حکومت له ایراني ضده او غلیمانه سیاستونو د فرانسې پیروي اصلاح کړي.

 

ټیګونه