د ایران آزاده او فرنګی کشتۍ د المپیک تربامه؛د تکوانډوټیم هم د اتلوالی په دوهم لمبر
پارس ټوډی- د ایران د آزادې او فرنګي کشتۍ ملی ټيمونه د پاریس ۲۰۲۴ المپیک اتلوالي او د ایران تکوانډو ملی ټيم هم د اتلوالۍ په دوهم لمبر شو.
د پاریس ۲۰۲۴المپیک لوبو درې دیرشم پړاؤ چې د زمري دمیاشتې په پنځمه په رسمي توګه د پرانیستونکو دستورو په ترسره کیدا سره پیل شوې وې ،د زمري د میاشتې په ۲۱ ماښام ئې خپل کار پاي ته ورساوۀ.
پارس ټوډې راپور ورکړی،د ایران دفرنګی کشتۍ ملی ټيم په المپیک کې د سرو زرو د دوو میډالونو ، د سپينو زرو دیو او د زیّړو د یوه میډال په ګټلو سره د ټیم اتلوالي ترلاسه کړه.
د ایران فرنګي کشتۍ لوبغاړو ،سعید ا سماعیلی په اصطلاح ۶۷کلوګرام وزن کې او دغه راز محمد هادی ساروي هم په اصطلاح ۹۷کلوګرام وزن کې د المپیک د سرو زرو میډالونه وګتل . دغه راز علی رضا مهمدي په ۸۷کلوګرام وزن کې د سپينو زرو او امین میرزازاده هم په ۱۳۰کلوګرام وزن کې د زیّړو میډالونه وګټل.
د ایران دآزادې غیږنیونې یا کشتۍ ملی ټیم هم د درو سپينو زرو او یو زیّړو میډالونو په ګټلو کې په ټول کې ۸۳ امتیازونو سره د المپیک د سیالیو ټیمي اتلوالي ترلاسه کړه.
رحمان عموزاد په اصطلاح ۶۵ کلوګرام وزن کې ، حسن یزداني په ۸۶کلوګرام وزن کې او امیر حسین زارع هم په ۱۲۵کلوګرام وزن کې د سپينو زرو او امیر علی آذرپيرا په ۹۷کلوګرام وزن کې د زیّړو میډال وګاټۀ.
همدرااز د ایران تکوانډو ملی ټیم ،د آریّن سلیمي د سرو زرو میډال ، او دغه راز میرمن ناهید کیاني او مهران برخورداري هم دوه د سپينو زرو میډالونه او دغهر از میرمن مبینا نعمت زاده هم د زیّړو یو میډال په ګټلو سره د المپیک د سیالیو د ټيمي اتلوالۍ په دوهم لمبر شو.