د ایران له لسو ولایتونو څخه د وریښمو د لارې د ګاډو د سیالۍ د ګډون کونکو تیریدل
پارس ټوډې – د وریښمو د لارې د ګاډو د نړیوالې سیالۍ ګډون کونکي په ایران کښې له پینځه ورځې سفر وروسته ترکمنستان ته ورسیدل.
د وریښمو د لارې د ګاډو د نړیوالې سیالۍ ګډون کونکي چې د روان هجري لمریز کال د زمري د میاشتې په شپاړسمه نیټه په رسمې ډول د ترکیې له استانبول ښار څخه پیل شوي او د زمري د میاشتې په اتلسمه نیټه د بازرګان سرحدي لارې ایران ته رسیدلي وو د باجګیران سرحد لارې له ایران څخه ولاړل.
پارس ټوډې سایټ راپور ورکړی د وریښمو د لارې د ګاډو په نړیواله سیالۍ کښې ګډون کونکي د ایران له اذربایجان غربي ، اذربایجان شرقي، زنجان ، قزوین ، البرز ، تهران ، مازندران ، ګلستان ، خراسان شمالي او خراسان رضوي ولایتونو څخه تیر شول او د دغو سیمو طبیعي ، تاریخي، کلتوري او د سیل ځایونه او جاذبې یې ولیدلې.
په دغه سیالۍ کښې درویشت کسانو په لسو کلاسیک ګاډو سره ګډون لري او دغه کسان د فرانسې ، د ایټالیا ، د بیلجیم ، د ترکیې او د جرمني ښاریز دي.
نور معلومات ولولئ:
د شپږ میلیونه خارجي سیلانیانو سفر
د ایران او د هند شراکت او د صادراتو ریکارډ ماتول/ له هرکول مجسمې څخه د الهه اب تر معبد پورې د ایران د خبرونو انتخاب/د ایران د کرمانشاه ټوریسټي جاذبو ته کتنه د کرمان د ماهان شهزاده باغ او په دښتې کښې شینوالی+ انځورونه
د ګاډو دغه کاروان به له ایران څخه تلو وروسته ترکمنستان، ازبکستان او قیرغیزستان ته لاړ شي او په منګولیا هیواد کښې به اورخون ښار ته ورسیږي.