په غزې کې په هر ساعت او دقیقې کې دانساني حقوقو او نړیوالو اصولو خلاف ورزي کیږي
(last modified Tue, 27 Aug 2024 00:18:38 GMT )
Aug 27, 2024 04:48 Asia/Kabul
  • په غزې کې په هر ساعت او دقیقې کې دانساني حقوقو او نړیوالو اصولو خلاف ورزي کیږي

د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر  په تهران کې د قطر له لومړی وزیر  او د خارجه چارو له وزیر سره په کتنې کې  ووئیل، په غزې تړانګې کې  په  هرې  ګنټې او هرې دقیقې کي د انسانی حقوقو او د درستو نړیوالو  اصولو اوقواعدو خلاف ورزي کیږي.

زمونږخبریال راپور راکړ  ډاکټر مسعود پزشکیان  د قطر له وزیراعظم او خارجه وزیر  شیخ محمد آل ثاني  سره په کتنې کې  ووئيل،  په غزې کې په هرې ګنټې او دقیقې کې  پر ټولو انساني حقوقو او نړیوالو اصولو سترګې پټيږي ، البته  دبشری حقوقو ددفاع مدعی هیوادونه چې د یوه کس د محاکمې لپاره کله کله  چغې پورته کوي، ددغو جنایتونو په وړاندې نه یوزې چپتیا غوره کوي، بلکې حتی په خولې ددغو جنایتونو او  نسل وژنې  ملاتړ هم کوي.

پزشکیان په دوام کې په غزې کې د اور بند د ټينګیدا لپاره  دقطر د هلوځلو په قدرونې سره هیله وښودله  چې اسلامی هیوادونه اونور ټول هیوادونه  چې د نړیوالو قوانینو او چوکاټونو  پابندي کوي،  دیوه بل تر څنګ ودریږي او په ګډ اقدام سره د صهیونیسټي رژیم ملاتړي  ددغه وحشي رژيم  کنټرولولو او په غزې کې ددغه جنایتکار تیریګر رژيم  د نسل وژنې او وحشیتوب مخه ونیسي.

د اسلامی ایران ولسمشر همداراز دتهران او دوحې ترمینځ د سیاسی اړیکو سویه غوره وبلله او  له دغو اړیکو سره په تناسب کې ئې  په نورو ډګرونو کې  ئې پر لوړتیا هم ټينګار وکړ.

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد آل ثاني هم په دغې کتنې کې  د قطر دامیر شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني  د مبارکۍ او تاودۀ سلام په رسولو سره  ووئیل، بن حمد  د قطر او  اسلامی ایران  ترمینځ  خپل مینځیو سټراټژيکو او د ورورلۍ  اړیکو پراختیا لپاره ډیر اهمیّت ورکوي  او مونږ  هم باؤري یوو  چې خپل مینځنئ اړیکې تر دې دمه  ددواړو هیوادونو دمشرانو تر  خوښې وړ سوئې نه دي رسیدلي  او باید ددغه هدف د پوره کیدا لپاره لازیاته هڅه وشي.

د قطر خارجه وزیر همداراز  په غزې تړانګې کې  د  جنایتکارو  او د قربانۍ په نسبت  د بشری حقوقو  دمدعیانو او  دنړیوالې ټولنې په ضد ونقیض در یځونو باندې په نیوکو سره  یادونه وکړه ، قطر  به په غزې کې  د اور بند د تحقق  لپاره  خپلو هڅو ته دوام ورکړي او په دې زمینې کې د یوه  همیشني مسئول او حکیم لوبغاړي په توګه د ایران د اسلامی جمهوریت  رغنده رول لوبونې  اقدامات حسابوي.

 

ټیګونه