نواز شریف: د ایران تاوان د پاکستان تاوان دی
ظریف: د ایران د سرحدي ځواکونو خلاف وروستۍ ترهګره او غیرانساني حمله د هغې په خواشینونکو پایلو سره د ایران او پاکستان د تعاملاتو د ودې له بهیره د ځینو بهرنیو لورو د نارضایتۍ ښودونکې ده.
د پاکستان وزیراعظم پرون په اسلام آباد کښې د ایران د خارجه وزیر په کتنه کښې د دواړو هیوادونو په ګډه پوله کښې د وروستۍ ترهګرې پیښې له رامینځته کیدو د پاکستان د حکومت او ولس د ژورې خواشینۍ په ښودلو سره ټینګار وکړ: ایران ته هرډول تاوان، د پاکستان تاوان دی.
د ایرنا د خبر له مخې محمد نواز شریف د محمد جواد ظریف په کتنه کښې، په دې خبرې سره چې له ایران سره د ښو اړیکو ساتنه د اسلام آباد یوه اساسي سټراټيجي او اصل دی، ټینګار وکړ: د ایران او پاکستان په ګډه پوله کښې د وروستۍ ترهګرې پیښې د څیړنې په موخه به د د دواړو هیوادونو د ټولو اړوندو ارګانونو د ملګرتیا لپاره پوره پوره هڅه وکړم.
نواز شریف همداشان هیله وښودله چې د د دواړو هیوادونو د ملګرتیاو د بهیر په پیاوړتیا او دوام، د ښو اړیکو په ساتنې او د چارواکو له مخکښې نه په زیات تعامل سره پاکستان او ایران د ګډو ملګرتیاو د یو نوي ډګر کتونکي شي.
په دغه کتنه کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې پاکستان ته له سفره یې هدف پر ایراني پوله ساتونکو د وروستۍ خواشینونکې ترهګرې حملې جاجونه او ورباندې غور دی، وویل: د دواړو هیوادونو د اړیکو د اهمیت تقاضا ده چې د پاکستان په سرحدي سیمو کښې د دغه هیواد د ځواکونو په لاپیاوړي شتون سره د پاکستان او ایران ترمینځ سرحدي چارو ته لازیاته پاملرنه وشي.
ظریف زیاته کړه چې د ایران د سرحدي ځواکونو خلاف وروستۍ ترهګره او غیرانساني حمله د هغې په خواشینونکو پایلو سره د ایران او پاکستان د تعاملاتو د ودې له بهیره د ځینو بهرنیو لورو د نارضایتۍ ښودونکې ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر همداشان د دغې ترهګرې پیښې د چټکې څیړنې، د ترهګرو له منګولو د زخمي شوي ایراني عسکر د ژغورلو او همداشان په راتلونکي کښې د داشان پيښو د تکرار د مخنیوي په لړ کښې د مناسبو لاروچارو د غوره کولو په موخه د ایران او پاکستان د اړوندو ادارو او چارواکو د ملګرتیا په ضرورت ټینګار وکړ.
د ویلو ده چې د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف پرون سهار د یو لوړرتبه پوځي، پولیسي، سیاسي او امنیتي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته لاړ.
محمد جواد ظریف په دغه یو ورځني سفر کښې د پاکستان د وزیراعظم نواز شریف، د ځمکني پوځ د قومندان جنرال قمر جاوید باجوا، د کورنیو چارو له وزیر چودري نثار علي خان، د ملي پارلیمان یا قومي اسمبلۍ له مشر سردار ایاز صادق او د ملي امنیت د سلاکار ناصر خان جنجوعه په شان د دغه هیواد له پنځو لوړو سیاسي او پوځي چارواکو سره وکتل.