ناټو له جنګ ، ناامنۍ او ورانۍ پرته بل څه نه دی لرلی
(last modified Thu, 09 Jan 2020 00:26:12 GMT )
Jan 09, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • ناټو له جنګ ، ناامنۍ او ورانۍ پرته بل څه نه دی لرلی

ایرنا خبری اژانس وایی د ایران د خارجه وزارت ویاند عباس موسوی بیګا د امریکا لخوا د سردار سلیمانی د ټرور په توجیه کښې د ناټو موسسې د مشر ینس سټولټنبرګ د څرګندونو په غندلو سره وویل ناټو په تیرو کلونو کښې د سیمې او د دنیا د خلکو لپاره له جنګ ، ناامنۍ او ورانۍ پرته بل هیڅ بریا نه ده لرلی .

هغه د عراق د حکومت لخوا د ایران د یوه() بلل شوی (دعوت شوی )لوړرتبه چارواکی په ټرور کښې د نړۍ د اندیښمونکو او متعجبو خلکو د سترګو په وړاندې د ناټو د ترټولو ستر غړی په توګه د امریکا د ترهګر او د نه سنجول شوی اقدام توجیه کول د ناټو دمشر لخوا د نړۍ د عمومی افکارو مسخره کول وبلل او ویې ویل د سردار سلیمانی په ناځوانمردانه ټرور کښې د امریکا رژیم د اقدام توجیه کول له ترهګرو  سره په برخلیک ټاکونکی مبارزې او د داعش ډلې په له مینځه وړلو او له سیمې او نړۍ او اروپا څخه د دغه څاروی ډوله ډلې د خطر په ختمولو کښې د ایران د دغه ستر قومندان په رول سترګې پټول دی .

عباس موسوی په دې خبرې د خواشینۍ په ښودلو سره چې ناټو موسسه په سیمه کښې خپلو سپیرو هدفونو ته درسیدا لپاره د امریکا او دهغې دځینو اروپایی ملګرو د اقداماتو دتوجیه لپاره په یوه (۱) اوزار بدله شوی ده وویل د ایران اسلامی جمهوریت باوری دی چې په سیمه کښې هغه وخت امنیت ټینګیږی چې له سیمې د ورهاخوا ځواکونو ترهګر فعالیتونه چې ځینې یې د ناټو تر پوښښ لاندې دی ختم شی او د سیمې امنیت د سیمې حکومتونو ته وسپارل شی .

 

 

ټیګونه