په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي
(last modified Sat, 21 Mar 2020 10:09:12 GMT )
Mar 21, 2020 14:39 Asia/Kabul
  • په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د کورونا بيمارۍ د مديريت د ملي کمېټۍ وېناو او سپارښتنو ته د خلقو له پاملرنې څخه په قدرونط سره وويل، په ټول ايران کښې له کورونا سره د مبارزې رپوټونه او شمېرنې اميدوارونکې دي.

ولسمشر حسن روحاني نن له کورونا سره د مقابلې د ملي کمېټۍ په غونډه کښې چې د ايران د اجرائي او قضائي لوړ رتبه چارواکو او وسله والو ځواکونو د لوے درستيز په شتون سره جوړه شوه وويل، د ايران ملت د ظالمانه بنديزونو له کبله د سختيو او مشکلاتو باوجود له اجرائي ادارو سره په يوزړۀ توب، ورورولۍ او مينې سره ملګرتيا او تعاون کوي.

ډاکټر روحاني په ايران کښې د سفرونو اويا فيصده کمښت ته په اشارې سره واضحه کړه، کېدې شي ډېر کم داسې هېواد وي چې يوازې د روغتيائي چارواکو په نصيحت سره خلق دومره ملګرتيا او مرسته وکړي.

د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر هغو بهرنيانو چې له کورونا وائرسو سره مخامخ شوي دي په حالت د غور کولو د چټکتيا ضرورت ته په اشارې سره وويل، د هغو مسافرانو چې د هند، پاکستان او افغانستان په شمول له نورو هېوادونو د زائرينو په توګه ايران ته راغلی دي په وائرسو د اخته کېدو په صورت کښې پکار دے په حالت يې غور اوشي او له علاج معالجې وروسته خپلو هېوادونو ته ستانه کړې شي.

د ايران د روغتيا د وزارت د اعلان له مخې تر اوسه په هېواد کښې نولس زره شپږ سوه څلور څلوېښت تنه په کورونا وائرسو اخته شوي دي چې له دغو څخه شپږ زره اوۀ سوه پينځه څلوېښت تنه ښه شوي او له روغتونونو رخصت کړې شوي دي

 

ټیګونه