امریکا په نړیوال ډګر کښې سرغړونکی رژیم :-
د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزیر جواد ظریف وویل امریکا له اټومي تړون وتلو وروسته په یوه(۱) سرکش رژیم بدله شوي ده .
هغه د روسیې له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کښې له اټومي تړون څخه له وتلو وروسته د امریکا د سیاست په شننه کښې وویل امریکا یقینا په یوه قانون ماتونکي او سر غړونکي حکومت بدله شوي ده او نړیواله ټولنه دې نتیجې ته رسیدلي ده چې امریکا نسبتا د تکیې وړ شریکه نه ده .
سپينې ماڼۍ ته د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرمپ په رسیدا سره د څو اړخیز پالنې څنګ ته کول او د نړیوالو ژمنو او قواننیو ته بې پامۍ د امریکا او د ولسمشر ټرمپ د کړچاري بیلګې بنسټ ګرځیدلی دی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ حکومت د قانوني رودې د خلاف ورزۍ او د یواړخیز پالنې د کړچار په چوکاټ کښې په اټومي تړون سربیره یو بل پسې له نړیوالو موافقو او ارګانونو څخه وتلی دی .
په نړیوال ډګر کښې د ولسمشر ټرمپ د خارجیدا د سریال وروستۍ نندره د کورونا له ساري ناروغۍ سره د مبارزې په اوج کښې د روغتیا له نړیوالې موسسې ډبلیو ایچ او (World Health Organization ()څخه د امریکا وتل دي .
اوسنۍ روده چې امریکا غوره کړي ده د څو اړخیز پالنې د نظم او د قانون د واکمنۍ لپاره خطر دی او د امریکا او د ټرمپ کړچار د نړیوالې ټولنې د ګټو او حتی د امریکا د خلکو پرضد دی .
امریکا داسې هیواد دی چې د ټولو قانوني کړچارونو خلاف ورزۍ کوي او خپلو ژمنو ته پای بند نه دی او واشنګټن یو(۱) سر غړونکی او سرکش رژیم دی او په نړیوال سیسټم کښې د دغه رودې دوام کارنده نه دی او یوازې ناامنۍ زیاتوي .
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف باوري دی هغه څه چې نن سبا نړیوال سیسټم ورته ضرورت لري په څو قطبي کیدا او د قانون په واکمنۍ تمرکز کول دي چې د ټولو هیوادونو ګټې تامین شي .
د بیلګې په توګه د کورونا ساري ناروغۍ په پړاو کښې هغه څه چې د دغه بې سرحده ویروس په وړاندې د بشریت د سلامتیا د امنیت تامینونکي دي د هیوادونو همفکرۍ ، ډله ییزه ملګرتیا او له طبي او درملیزو تجربو استفاده کول دي .
له کورونا ناروغۍ سره په مبارزې کښې د ډله ییزې ملګرتیا د بڼه د خپلیدا چورلیز د روغتیا نړیواله اداره ډبلیو ایچ او (World Health Organization () ده چې تر ټولو مهمه دنده یې د ناروغیو په وړاندې د بشریت د ژوند ساتل دي .
په دا ډول شرایطو کښې د روغتیا له نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او څخه په وتلو کښې د امریکا بې قانون توب او د قانون ماتول د نړیوالې ټولنې د بشریت او حتی د امریکا په ګټه نه دي بلکې د ټولو خلکو له سلامتیا څخه د ډاد او له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره نړیوالو هڅو ته تاوان رسوي .
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشره میرمن نانسي پیلوسي باوري ده په داسې حال کښې چې د کورونا د وژونکي ناروغۍ په مقابل کښې د میلیونونو کسانو ژوند په خطر کښې دی ولسمشر ټرمپ کورونا ناروغۍ ته د ماتي ورکولو لپاره د نړیوالو هڅو د له مینځه وړلو په حال کښې دی .
په عراق کښې د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د هغه وخت د قومندان ډګر جنرال قاسم سلیماني ټرور هم د امریکا رژیم د سپین سترګي توب اوج دی چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې حقیقي قومندان او د عراق د حکومت میلمه د امریکا د حکومتي ترهګرۍ ښکار کیږي .
له اټومي تړون او نړیوالو ادارو د امریکا وتل او تر ټولو مهمه خبره دا چې نړیوالو قوانینو او اصولو ته بې پامۍ او دغه راز د سردار سلیماني د ټرور په جنایت اعتراف کول په یوه(۱) سرکش رژیم د امریکا د بدلیدا عیني ورایښت او نښه ده چې د هغې یوازۍ پایله د ټولو هیوادونو لپاره د ناامنۍ او ګډوډۍ زیاتیدل دي .