اسلامي ایران د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93582-اسلامي_ایران_د_پاکستان_ترهګرې_حملې_وغندلې
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تیرو دوو (۲) ورځو کښې د پاکستان په کویټه او اورمړا سیمو کښې په حکومتي عسکرو ترهګرې حملې وغندلې او د دغه هیواد حکومت او ملت ته یې تسلیت ووایه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 17, 2020 00:24 Asia/Kabul
  • اسلامي ایران د پاکستان ترهګرې حملې وغندلې

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د باندنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده په تیرو دوو (۲) ورځو کښې د پاکستان په کویټه او اورمړا سیمو کښې په حکومتي عسکرو ترهګرې حملې وغندلې او د دغه هیواد حکومت او ملت ته یې تسلیت ووایه .

هغه د ترهګرۍ د ټولو بڼو په مردود بللو سره د ترهګرو اقداماتو له مالي ملاتړ کونکو ، منظونکو او د ټروریسټي اقداماتو له  ترسره کونکو سره په پرله پسې مبارزې  کښې د سیمې د ټولو هیوادونو د ګډون په اړتیا ټینګار وکړ .

پرون د پاکستان په شمالي وزیرستان سیمه کښې د حکومتي عسکرو د تیریدا په لاره کښې د سړک غاړې ته بم چاودنه کښې کابو شپږ(۶) عسکر وژل شوي وو.

په عین حال کښې د پاکستان د بلوچستان صوبې په اورمړا سیمه کښې هم د ګازو او دتیلو د شرکت په مامورانو باندې د ناڅرګندو وسله والو کسانو په برید کښې د پوځ شپږ(۶) عسکر وژل شوي وو .