امام خمیني اجتماعي سرمایه د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړه
(last modified Mon, 01 Feb 2021 08:07:33 GMT )
Feb 01, 2021 12:37 Asia/Kabul
  • امام خمیني اجتماعي سرمایه  د نړیوالو نندارې ته وړاندې کړه

د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته هرکاله دسلواغې له دولسمې نیټې داسلامی انقلاب دبریالیتوب تر ورځې یعني دسلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې دسباؤن لسیزې په نامې سره لمانځل کیږي چې په دې مودې کې د ایران درست ولس داسلامی انقلاب دبریالیتوب په باب ځانګړي دستورې ترسره کوي . البته سږکال د کرونائي بحران له امله دستورې د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره کیږي .

د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني نن د اسلامی انقلاب د بریالیتوب په دوه څلویښتمې کلیزې کې د اسلامی انقلاب د ارواښادبنسټګر حضرت امام خمیني په حرم کې په شتون سره د ارواښاد امام له ائيډیاؤ سره دحکومتي کابینې د غړو د میثاق د نوي کولو په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې په اکثرو انقلابونو او غورځنګونو کې رهبران معمولا پرسیاسی ګوندونو یا پوځي قدرت تکیه کوي ، و ئيلي دي ، امام خمینی د ولس قدرت اصلي قدرت بالۀ او هڅه ئې کوله ، د خلکو ذهنونه او افکار دهغې لارې لپاره چې د انقلاب لپاره ئې غوره کړې وه ، قانع کړي . د اسلامی ایران ولسمشر همداراز په ایران کې د کرونائي بحران له امله مشکلاتو او بندیزونو ته په اشارې سره هم وئيلی دي ، ایران د ولس په ملګرتیا سره د بندیزونو پر بې اغیزوالي سربیره له کرونا ویروس سره په مقابلې اوکنټرولولو کې هم بریالی ؤ . دوه څلویښت کاله مخکې د۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې په دولسمه نیټه حضرت امام خمیني له پنځلس کلنې جلاوطنۍ وروسته د خلکو په پرتمین او ولولناک هرکلي کې د اسلامی ایران پر خاوره ګام کیښود. د اسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته هرکاله دسلواغې له دولسمې نیټې داسلامی انقلاب دبریالیتوب تر ورځې یعني دسلواغې تر دوه ویشتمې نیټې پورې دسباؤن لسیزې په نامې سره لمانځل کیږي چې په دې مودې کې د ایران درست ولس داسلامی انقلاب دبریالیتوب په باب ځانګړي دستورې ترسره کوي . البته سږکال د کرونائي بحران له امله دستورې د روغتیائي پروټوکولونو په اساس ترسره کیږي . د تهران ریډیو درست کارکونکي هم د سباؤن لسیزې په مناسبت درستو پتمنو ته د زړه له کومې مبارکي وائي .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه