د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غیر رسمي غونډه او د ایران ځواب
(last modified Mon, 01 Mar 2021 09:22:07 GMT )
Mar 01, 2021 13:52 Asia/Kabul
  • د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې غیر رسمي غونډه او د ایران ځواب

، دجوبایډن حکومت نه یوازې د ټرمپ د زیاتره دباؤ ماته خوړلی سیاست څنګة کړی نه دی ، بلکې حتی په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او ۲۲۳۱پریکړه لیک کې ئې دخپلو دندو دکلیاتو له اجرا سره خپلې ژمنې هم نه دي اجرا کړي .

د ایران اسلامی جمهوریت د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست دکمیشن د مشر اوجامعې نړیوالې ایټمي موافقې د لوروغږملونکي جوزف بورل په وسیله د وړاندیزي غیررسمي غونډې د ترسره کیدا لپاره وخت مناسب نه ګڼي .

د ایران داسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوی سعید خطیب زاده  ددغې موضوع  دلیل ،د امریکا او درو اروپائي هیوادونو  وروستي دریځونه او اقدامات  ګڼي .

  هغه   بیګا ددې موضوع په بیانولو سره دې ته په اشارې سره چې تردې دمه د متحده ایالاتو  په دریځونو اوچلند کې هیڅ بدلون نه دی راغلی زیاته کړې ده ، د جوبایډن حکومت نه یوازې د ټرمپ د زیاتره دباؤ ماته خوړلی سیاست  څنګة کړی نه دی،بلکې حتی په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې او ۲۲۳۱پریکړه لیک کې ئې  دخپلو دندو دکلیاتو  له اجرا سره خپلې ژمنې هم نه دي اجرا کړي .خطیب زاده  روښانه کړې ده ،  په جامعې نړیوالې ایټمي موافقې کې د ژمنو اجرا ، د خبرواترو او راکړه ورکړه موضوع نه ده ، او درست   بحثونه پنځه کاله مخکې ترسره شوي دي .

 دایټمي موافقې  په خاطر دخپلې خوښې د ترسره کونکو اقداماتو په درولو کې د ایران ا قدام ،د ایران د دملت دګټو دخوندي ساتلو او دغه راز د بندیزونو دلغوه کیدا لپاره د ایران د پارلیمان  د مصوبې دقانون په اجرا او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د ۲۶ او ۳۶ مادو په اساس او دغیر قانوني  بندیزونو د ختمولو لپاره خپلو ژمنو ته د مقابل  لورو دنه پابند کیدا په علت ترسره شوی دی .پر دې اساس  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې  ساتل ، کومې نوي موافقې ته اړتیا نه لري او نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته ستنیدا ، د ایټمی انرزۍ دنړیوال آژانس  په حوزې کې یوه پروټوکول ،تفاهم او موافقې یا سند ته  هیڅ ضرورت نه لري .

د ایران اسلامی جمهوریت  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په اساس خپلې درستې ژمنې پوره کړي دي  او  له  هغه یوه کال تیریدا وروسته چې  اروپائي حکومتونو په جامعې نړیوالې ایټمي  موافق ې کې  د ایران دګټو دساتلو لپاره پخپلو ژمنو عمل نه دی کړی ، ددغې نړیوالې ایټمي موافقې  د مادو په اساس  ئې خپلې ژمنتیاوې  وار د واره  او په پنځو مرحلو کې  کمې کړي دي څو د دوي د حقوقو او ژمنتیاؤ ترمینځ  انډول برابر شي . ایران ددغې منطقي فیصلې  داجرا په دوام کې ، د فرورۍ په ۲۳نیټه ، هم د ایران د ملت د حقوقو دخوندي ساتلو او د بندیزونو دلغوه کولو لپاره  د سټراټژيک اقدام  د قانون په چوکاټ کې  د جامعې نړیوالې ایتمي موافقې په خاطر د خپلې خوښې ترسره کونکي اقدامات هم ودرول .

څرګنده ده،  په وړاندې لاره ډيره روښانه ده  او د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د احیاء کولو تر ټولو آسانه لاره ،  هغو ژمنو ته بیرته ستنیدا ده چې تر دې دمه پرې  عمل نه دی شوی . امریکا باید خ پل یو اړخیز او غیر قانوني  بندیزونه ختم کړي او دنړیوالې ایټمي موافقې د مادو په اساس خپلو ژمنو ته بیرته و ګرځي .دغه بدلون نه خبرواترو ته کومه اړتیا لري  او نه هم د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس په واکمنې شورا کې  دپریکړه لیک صادرولو ته کوم ضرورت شته .

په ملګروملتو کې د ا یران دایمي استازي مجید تخت روانچي  له الجزیره ټيلیویژني چینل سره پخپلو وروستیو خبرواترو کې  دې ته په اشارې سره چې  خبرې اترې باید  ایجنډا ولرل شي  او  له پیله تر پایه پورې ئې پروګرام معلوم وي ،وئيلی دي ،  مونږد ۴+۱دلې  په نامه یو چوکاټ لرو  او په دې اساس ، غونډې  هم لرو . که امریکا غواړي ،  دغې ډلې سره یو ځاي شي ، نو باید پځپلو ژمنو عمل وکړي ، د ایران په ضد بندیزونه ختم کړي  اوهغه درست بندیزونه چې  په تیرو پنځو کلونو کې لګیدلي دی ،  هم لغوه کړي ،  په داسې بڼه کې  به ایران  هم دخپلو ژمنتیاؤ بشپړ اجرا ته بیرته ورګرځي .

 د ایران داسلامی جمهوریت  سیاست  متقابله ملګرتیا او تعامل دی . په همدې دلیل به ایران ،  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  اوسنیو  غړو هیوادونو  سره  هم  د نړیوالې ایټمي موافقې دغږملونکي په توګه له جوزف بورل سره  خپلو نزدو مشورو ته د دوو اړخیزو او څواړخیزو تعاملاتو په اساس دوام ورکړي؛البته دا یوازې کافي نه ده،په دې زمینې کې د ایران د خارجه وزارت ویندوي څرګندونې روښانه اوجوتې دي.

تر څو چې د مقابل لورو له خوا د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې  خلاف ورزي  دوام ولري ، او دامریکا او اروپائي ټرائيکا  په چلند کې کوم بدلون رامینځة نشي ، نو  د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې یواړخیزه اجرا هیڅ معنا  نه لري، ځکه  دجامعې نړیوالې ایټمي موافقې اساس په دوو اړخیزو ژمنو ولاړ دی . په همدې ټکي په ټينګار سره ده چې  خطیب زاده روښانه کړې ده ، د ایران اسلامی جمهوریت به  هماغه ډول چې  دبندیزونو له ختمیدا سره په تناسب کې  خپلو ایټمی ژمنتیاؤ ته بیرته ګرځي ، غلیمانه چلندونو او اقداماتو ته به هم په هماغه بڼه او شکل کې ځواب ورکړي .

 

ټیګونه