نوی لمریز کال او د دښمنانو په وړاندې د ایران د ملت کلک مقاومت
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي ۱۴۰۰لمریزکال د انتخاباتو په درلودلو او د تولید د لورنیونې یا ټوپ وهنې د غوړیدا لپاره دمناسبې زمینې دشتون په علت یو حساس او مهم کال بللی او وئيلي ئې دي ، د راتلونکي غبرګولې میاشتې انتخابات او د نوي مدیریّت او احتمالا په پیاوړي انګیزو او تازه دم حوصلې سره واک ته رسیدا، سږکال ډير مهم حساس او د هیواد په راتلونکي کې اغیز شیندونکی کال ګرځولی دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا.. العظمی سید علی خامنه اي نن دنورو زو دنیکمرغه اختر او د ۱۴۰۰نوي لمریز کال د رارسیدا په ماسبت پخپل پیغام کې نوی لمریز کال د تولید ،ملاتړونو او دخنډونو د لیریکولو کال نومولی او فرمائیلي ئې دي ،په تیر لمریز کال کې د تولید د لورنیونې شعار تر منلوړ حده پوره شوی دی البته د انتظار ترحده نه . باید په نوي لمریز کال کې دغه شعار چې یو بشپړ انقلابي اوملی شعار دی ، په بشپړ ډول تحقق ومومي .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همدرااز پخپل دغه نوروزي پیغام کې د تیر لمریز کال د شعار یعني د تولید دغورځنګ یا ټوپ وهنې دشعار د اندازې ارزونې ته په اشارې سره فرمائيلي ئې دي ، د ډيرو حکومتي او ولسی راپورونو په اساس د تولید ټوپ وهل ، د هیواد په ځينو برخو کې د منلو وړ تر حده تحقق موندلی دی . د تولیدد ټوپ وهلوبشپړ پوره کیدا د ملی کرنسۍ د ارزښت دموضوع پشمول په هیواد کې ژورې اقتصادي اغیزې شیندي او هم په ملي سویه په نفس د اعتماد، دعمومي افکارو د قانع کیدا او د ملی امنیت د تضمینیدا لامل کیږي .
د اسلامی انقلاب ستر لارښود د پانګونې دهڅونو په شمول د هڅونو رامینځةکیدا د تولید د ټوپ وهنې لازمه بللې او فرمائيلي ئې دي ، په هیواد کې د کارکسب رامینځةکیدا باید داسې شي ، چې خلک په تولید کې پانګونې ته وهڅول شي او دتولید دلګښتونو دزیاتیدا مخه ونیول شي .
حضرت آیت ا...العظمی سید علی خامنه اي ۱۴۰۰لمریزکال د انتخاباتو په درلودلو او د تولید د لورنیونې یا ټوپ وهنې د غوړیدا لپاره دمناسبې زمینې دشتون په علت یو حساس او مهم کال بللی او وئيلي ئې دي ، د راتلونکي غبرګولې میاشتې انتخابات او د نوي مدیریّت او احتمالا په پیاوړي انګیزو او تازه دم حوصلې سره واک ته رسیدا، سږکال ډير مهم حساس او د هیواد په راتلونکي کې اغیز شیندونکی کال ګرځولی دی .
د اسلامي انقلاب ستر لارښود همداراز د پيغام په یوې برخې کې فرمائيلي دي ، د ایران ملت په تیر لمریز کال کې ددښمنانو د زیاتره دباؤله سیاست سره په مقابلې کې هم خپلې توانمنیۍ او قدرت نندارې ته وړاندې کړی . زمونږ دښمنانو ، چې په سر کې ئې امریکا ده، هڅه ئې کړې چې د ایران ملت په زیاتره دباؤ سره په ګونډو کړي ، خو اوس دوي او او د دوي اروپائي ملګري په ډاګه وائي ، چې زیاتره دباؤ ماته خوړلې . دوی دغه راز روښانه کړې ده ، مونږ پوهیدلو چې ماته به خوري او کلک هوډ مودرلود ، چې په دې زمینې کې دښمن ته ماته ورکوو . پوهیدو چې د ایران ملت مقاومت کوي ،خو ا وس دوي یعني دښمنان پخپله اعتراف کوي ، په دې چې ، زیاتره دباؤ ناکام شوی دی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود دغه راز فرمائيلي دي ، د تولید په چارې کې پانګونه ، هڅونې ته اړتیا لري ، باید هغه کسان چې پانګونه کولی شي ،دغه کار ته وهڅول شي ، او په هیواد کې دکارکسب وضعیّت داسې شي ، چې ددوي لپاره هڅونکی شي څو دغه کار ته مخه کړي او ددوي لپاره د تولید لګښتونه باید زیات نه شي.
د اسلامی انقلاب معظم لارښود همداراز د راتلونکو انتخاباتو په باب هم وئیلي دي ،۱۴۰۰لمریز کال یو ډیر مهم او حساس کال دی هم د هغو انتخاباتو په خاطر چې د دغه کال په غبرګولې میاشت کې ئې په وړاندې لرو چې دغه انتخابات د هیواد په حالاتو او هم د هیواد په پيښو او راتلونکي ډيرې مهمې اغیزې شیندلی شي . په هیواد کې به نوی حکومت او مدیریّت را شي احتمالا به تازه نَفَس او تازه دم وي ،ان شاالله په ډول ډول انګیزو سره به د هیواد اجرائي مدیریّت ته ورسیږي . پر دې اساس ، انتخابات ، دغه نوی کال ډير مهم او حساس کوي چې باید درست اورګانونه او ادارې ا وسنیو حساسو شرائطو ته په پام سره د انتخاباتو شفافو او آزاده توګه او د خلکو په لاپراخت ګډون سره دترسره کولو هڅه وکړي .