نوی لمریز کال د ایران د ملت دمقاومت او ددښمنانو دماتې کال
(last modified Sat, 20 Mar 2021 12:52:02 GMT )
Mar 20, 2021 17:22 Asia/Kabul
  • نوی لمریز کال د ایران د ملت دمقاومت او ددښمنانو دماتې کال

ډاکټر روحاني زیاته کړې ده ، نن سبا د ایران دملت دښمنان اعتراف کوي ، چې دزور په ژبې او دبندیز او ګواښ په اړم سره دایران له لوي ملت سره خبرې نشي کیدلی ، نو ځکه له درې کلنو ناکامیو وروسته مجبوره دي ، د ایران له ملت سره د رغنده تعامل لارې ته بیرته ستانۀ شي .

 ایران پریس خبري آژانس راپور ورکړی ،  دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحاني  نن د نوروز داختر او د نوي لمریز کال په مناسبت  پخپل پیغام کې  نوی لمریز کال د ایران د ملت دمقاومت او د د ښمنانو دماتې لامل بللی  او د ایران د ملت په ضد ئې د ظالمانه ا و بې رحمه  تپلي اقتصادي جنګ  ته په اشارې سره وئیلي دي ، د ایران ملت په داسې حال کې له کرونا ویروس سره مقابله کړې ، چې  نه یوازې له دغه مرګوني  ویروس سره دمبارزې لپاره د نړۍ له معمولي مرستو محرومه  شوی ؤ ، بلکې  حتی  په بهرنیو بانکونو کې ئې  خپلو شتمنیو ته دلاس رسی امکان  هم نه دی  درلودلی .

 داسلامی ایران ولسمشر وئيلي دي ، دغه سخت او سوړ  سپرکی  او دغه لویه ناروغي  اوپه یووخت په مختلفو جبهو کې  مقابلې ،د ایران د ملت په مقاومت  او تدبیر  او دصبر د حماسې په دلیل   د ایران په تاریخ کې  په ویاړمن  او ځلانده پړاؤ بدلې شوي دي .

 ډاکټر روحاني زیاته کړې ده ،  نن سبا د  ایران دملت دښمنان  اعتراف کوي ، چې دزور په ژبې  او دبندیز او ګواښ په اړم سره  دایران له لوي ملت سره خبرې نشي کیدلی ، نو ځکه   له درې کلنو ناکامیو وروسته  مجبوره دي ،  د ایران له ملت سره د رغنده تعامل لارې ته بیرته ستانۀ شي .  د اسلامی ایران ولسمشر  وئيلي دي دنړیوال سیاست په ډګر کې مو ارزښتمنه سیاسی پانګه برابره کړې چې نتیجه ئې ، په ملګروملتو، امنیت شورا او دهیګ په نړیوالې محکمې کې  دومدار بریالیتوبونه وو ،نن سبا له نړۍ سره ژورې ،پراخې او سټراټژيکې اړیکې لرو او دمونږ دښمنان  په هغو دریځونو کې چې د مونږ په ضد ئې لري ، منزوي  او بې وسه دي .

 

ټیګونه