د جمهوری اسلامی ملی ورځ دې پر ټولومبارک وي
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د ایران داسلامی جمهوریت او اسلامی انقلاب درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .
د ایران په کال هینداره کې د وري دمیاشتې دولسمه نیټه په درست ایران کې د دایران د اسلامی جمهوری نظام ته د راي د ورکولو په مناسبت د ملی ورځ په توګه لمانځل کیږي .
د ایران د رهبرس د خبرګانو شورا له خواپه یوې اعلامیې خپرولو کې داسلامی انقلاب د موخو د پوره کیدا په لاره کې د وحدت پر ساتنې او فعال ګډون په ټينګارسره د اسلامی جمهوری نظام ملی ورځ مبارکي وئيل شوي ده .
په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،بې شکه د ایران داسلامی جمهوریت او ولس یوه ترټولو مهمه او برخلیک ټاکونکي ورځ د اسلامی جمهوري ورځ یعني د ۱۳۵۷لمریز کال د وري دمیاشتې دولسمه نیټه ده چې دحضرت امام خمیني په رهبرۍ داسلامی انقلاب ، د ولس د پاڅون او په اوسمهال نړۍ کې د دیني ولسوالۍ د ځلا د بشپړتیا ورځ په توګه لمانځل کیږي . داسلامی جمهوری نظام ته دراي ورکونې ورځ ، داسلامی انقلاب دحقیقي حیات پيلامه او د ولس پر حقیقي راي دتکیه کونکي حکومت د ټينګیدا په لاره کې د لومړني ګام او د هغو شهیدانو د وینې په برکت چې د پهلوي طاغوتي حکومت په مقابل کې ئې قرباني کړي ، د بریالیتوب ورځ ده ، په دغه ورځ د خلکو دبیلابیلو پرګنو په ګډون سره په ایران کې داسلامی عدل حکومت ټينګ شوی دی .
د تهران ریډیو درست کارکونکي هم په دې مناسبت د ایران داسلامی جمهوریت او اسلامی انقلاب درستو مینه والو ته دزړه له کومې مبارکي وائي .