-
د سوریې په پلازمینه دمشق کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی
Sep 12, 2026 05:25زمونږ خبریال راپور راکړی د سوریې رسمي رسمي خبري اژانس سانا وویل چې د پلازمینې دمشق په خوا کښې د الضمیر ښار په شمال لویدیځ کښې د چاودنې غږ اوریدل شوی او د دغه چاودنې د ماهیت د معلومولو لپاره غور روان دی.
-
د عراق او د عربستان خارجه وزیرانو سلامشوره وکړه
Sep 12, 2026 05:12زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزارت نن سهار وختي وویل د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د سعودي عربستان له خارجه وزیر فیصل بن فرحان سره په ټيلي فوني خبرو کښې د سیمې د حالت او وروستیو بدلونونو په هکله غور وکړ.
-
د سعودي د تیلو په نل لیکې باندې د عراق له خاورې د حملې په هکله د ریاض ادعا ته د بغداد غبرګون څرګند شو
Sep 12, 2026 05:02زمونږ خبریال راپور راکړی د عراق حکومت بیګا هغه برید چې د سعودي عربستان په ادعا د ریاض د تیلو د انتقال په نل لیکې باندې وشو وغاند او ټینګار یې وکړ د امنیت، ثبات یا دواړو هیوادونو د ورور ګلویزو اړیکو د خرابولو هر ډول تیری مردود دی.
-
امریکا نشي کولای په بدمعاشۍ سره د ایران خلک تسلیمیدا ته مجبوره کړي
Sep 12, 2026 04:44زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د هندوستان د دینونو د مشرانو، شخصیتونو او سوداګرانو په ګډون سره په یوې غونډې کښې ټینګار وکړ: امریکا نشي کولای په بدمعاشۍ کولو سره د ایران خلک تسلیمیدا ته مجبوره کړي نو غواړي داسې کار وکړي چې د ایران خلک د معیشت او د امکاناتو د نشتون په خاطر تسلیم شي خو د ایران خلک به هیڅکله تسلیم نشي.
-
عراقچي:د ایران وسله والو ځواکونو په بحرین کښې د امریکا پینځمه جنګي بیړۍ له خاورو سره خاورې کړه
Sep 12, 2026 04:29پارس ټوډې- د ایران د باندنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا د چارواکو اعتراف ته په غبرګون کښې وویل:د امریکا خلک واقعا باید د اسرائیلو د جنګونو لګښتونه ورنکړي.
-
یحیی سریع: د اته دیرشمې لیوا په شمول د دښمن د ځواکونو په اوو پوځي فرقو باند بریدونه وشول
Sep 12, 2026 04:17پارس ټوډې- د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند جنرال یحیی سریع د سعودي عربستان د ځواکونو پرضد د عملیاتو په تشریحولو سره وویل په دغو عملیاتو کښې پینځه زره څلور سوه مربع کلومیټره ځمکې ازادې شوې او د اته دیرشمې لیوا په شمول د دښمن د ځواکونو په اوو پوځي فرقو باندې بریدونو وشول او د هغو په سلګونو غړي ووژل شول، یا بندیان شول او یا ژوبل شول.
-
عمان؛ په راتلونکي دوشنبې ورځ د ایران او د فارس خلیج د ساحلي عربو هیوادونو د ګډې غونډې کوربه دی
Sep 12, 2026 03:59زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي په عمان کښې د وږي د میاشتې په درویشتمه نیټه د ایران، د عراق ، د عمان سمندر او د فارس خلیج د نورو ساحلي هیوادونو د باندنیو چارو د وزیرانو د غونډې د جوړیدا خبر ورکړ
-
کابل به د افغان کډوالو په باب د ایران ،ملګروملتو او طالبانو د ناستې کوربه وي
Sep 11, 2026 17:28د افغانستان کابل به په نزدې راتلونکي کې د افغان کډوالو د مشکلاتو د ارزونې لپاره د ایران ،ملګروملتو او طالب حکومت د درې اړخیزې ناستې کوربه وي.
-
د یمن د وسلهوالو ځواکونو په پرمختګونو د صهیونیستانو وېره او وحشت
Sep 11, 2026 14:55پارسټودي: د یمن د وسلهوالو ځواکونو حیرانوونکو پرمختګونو، په تیره بیا په لوېدیځي ساحلي سیمې کې د هغوی پرمختګ او د سټراتیژیک المُخا بندر کنټرولولو وحشی صهیونیستي کړۍ سختې اندېښمنې کړې دي.
-
د انصارالله پر ضد د امریکا د برید لپاره د سعودي د ولیعهد له غوښتنې سره ټرمپ مخالفت وکړ
Sep 11, 2026 14:46د «اکسیوس» خبري سایټ د راپور له مخې، د امریکا کرغیړن ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سعودي عربستان د ولیعهدمحمد بن سلمان هغه غوښتنه رد کړې چې د یمن انصارا ... غورځنګ په ضد ئې د پوځي اقدام غوښتنه کړې وه.