په پاکستان کښې د فلسطين د ملاتړ په مظاهرو کښې چاودنه
May 21, 2021 16:41 Asia/Kabul
د پاکستان په بلوچستان کښې د فلسطين په ملاتړ کښې مظاهرو له ځاے سره نزدې په ترهه ګريزه چاودنه کښې لږ تر لږه شپږ تنه ووژل شول
د پاکستان پوليسو نن وويل: نن د بلوچستان صوبې په چمن پوله ايز ښار کښې د دغې ترهه ګريزې چاودنې له کبله لږ تر لږه دولس نور کسانو هم ژوبل شول. په سختو ژوبلو کښې د جمعيت علماء اسلام د نظرياتي څانګې د بلوچستان صوبې نائب امير مولانا عبدالقادر لوني هم شامل دے.
د پاکستان د بلوچستان صوبائي چارواکو د دغه ترهه ګريز اقدام په غندلو سره وويل، د دغه جنايت شا ته ترهه ګر هم هغه د اسرائيلي رژيم ملاتړي دي او په پاکستان په خاصه توګه په بلوچستان صوبه کښې د امنيت او قراري نه خوښوي.
تر اوسه چا کس يا دلې د دغې ترهه ګريزې چاودنې ذمه واري په غاړه نه ده اخېستې.