Jul 20, 2021 12:53 Asia/Kabul
  • لوې اختر ته د پاکستان د خلکو تیاریانې

د لوې اختر یا د قربانۍ د اختر لپاره چې په پاکستان کښې په عیدالاضحی او د بندګۍ په اختر مشهور دی، د دغه هیواد خلک له څو ورځې مخکښې نه ځانونه تیاروي.

د لوې اختر یا د قربانۍ د اختر لپاره چې په پاکستان کښې په عیدالاضحی او د بندګۍ په اختر مشهور دی، د دغه هیواد خلک له څو ورځې مخکښې نه ځانونه تیاروي.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په پاکستان کښې سبا لوې اختر دی او په هم دې مناسبت سر له نن څخه، درې ورځې رسمي یا سرکاري چُټیانې دي.

د ټول پاکستان مسلمان خلک له اختره دوه ورځې مخکښې د جوماتونو او مذهبي او عمومي ځایونو او د سړکونو او لاروکوڅو چراغاني کول او ښایسته کول او هم داشان د جامو پیزار او د قربانۍ د څاریو اخیستل شروع کوي او ځانونه دغه ستر اسلامي اختر ته چمتو کوي.

Image Caption

د دودیزو او مزیدارو خوراکونو پخول، د مبارکۍ د کارډونو لیږل، د نویو کالیو یا جامو اغوستل، د خپلوانو او دوستانو کره تګ راتګ، د څارویو قرباني کول او په بې وزلو او اړمنو کسانو یې د غوښو ویشل د لوې اختر په ورځ د پاکستان د خلکو ځینې آداب او رسمونه دي.

د پاکستان خلک چې د خپلو ګاډو او لاریو په سنګارولو مشهور دي، د لوې اختر په درشل کښې خپل دغه هنر د قربانۍ په څارویو باندې کاروي.

د سړکونو په غاړه د څارویو د سنګار د سامانونو د خرڅولو بازار هم ښه ګرم دی.

Image Caption

د پاکستان خلک په قربانۍ باندې ډیر اعتقاد لري او حتی هغه کسان هم چې پوره وس نه لري، په ډله ایزه او شریکه توګه قرباني کوي.

په عین حال کښې د پاکستان له کرونا سره د مبارزې او مدیریت ملي کمیټې په دغه هیواد کښې کرونايي حالاتو ته په پام سره له خلکو غوښتي چې د رخصتیو په دې څو ورځو کښې له غیرضروري تګ راتګه ډډه وکړي.

 

ټیګونه