Aug 06, 2021 17:42 Asia/Kabul
  • په پاکستتاني رسنيو کښې د ايران د ولسمشر د سوګنداوچتونې د مراسمو انعکاس

د پاکستان رسنيو د ايران د اسلامي جمهوريت د اتم ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي د سوګند اوچتونې د مراسمو خبري او تصويري رپوټونو په خپرولو سره د هغه له قوله وليکل، ايران د بنديزونو د ختمولو لپاره د ډېپلومېستۍ ملاتړ کوي.

د اېرنا د رپوټ له مخې د اسلام آباد چاپ  نيوز انګريزي ژبې ورځپاڼې وليکل، سيد ابراهيم رئيسي د سيمې د هېوادونو په شمول د نړۍ د زياترو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو په موجودګۍ کښې د ايران د ولسمشرۍ سوګند اوچت کړ.

ورځپاڼې زياته کړه، رئيسي د سوګند له اوچتولو وروسته په خپله وېنا کښې تاکيد وکړ چې هغه ځان د ملت خدمت ، دهېواد عزت او له عدل او انصاف څخه ملاتړ ته وقف کوي.

نېشن ورځپاڼې هم د پاکستان د سېنټ د مشر صادق سنجراني په شمول د مختلفو هېوادونو د لوړ رتبه چارواکو په شتون کښې د سيد ابراهيم رئيسي د سوګند اوچتونې ته په اشارې سره مفصل رپوټ ورکړ.

همدارنګ د اسلام اباد چاپ دنيا اردو ژبې ورځپاڼې، جنګ ورځپاڼې، دوه نوي نومې ورځپاڼې، نواې وقت ورځپاڼې او دغه شان د پاکستان نورو ډېرو ورځپاڼو او سرکاري او خصوصي ټي وي چېنلونو او رېډيوګانو په خپلو خبرونو او رپوټونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت د نوي ولسمشر په توګه د ډاکټر سيد ابراهيم رئيسي د سوګند اوچتونې مراسمو ته ډېر ښه کورېج ورکړ او د ولسمشر رئيسي له قوله يې وليکل چې هغه لويديځ ته په خطاب سره وويل چې د هغوي دباونوته به تسليم نه شي خو د بنديزونو د ختمېدو لپاره به له هر کوشش څخه ملاتړ وکړي.

 

ټیګونه