د ايران له ولسمشر سره د قرېشي له کتنې وروسته د پاکستان د خارجه وزارت بيانيه
د پاکستان خارجه وزارت د ايران له ولسمشر سره د خپل هېواد د خارجه وزير له کتنې وروسته په يوه بيانيه کښې د دواړو هېوادونو تعلقات په خپلو کښې سره پېرلي وبلل.
د اېرنا د رپوټ له مخې د پاکستان خارجه وزارت بېګا د يوې بيانې په صادرولو سره وويل: شاه محمود قرېشي چې د افغانستان د ګاونډي هېوادونو د خارجه وزيرانو په دويمه غونډه کښې د ګډون لپاره تهران ته لاړ د ايران له ولسمشر سره کتنه او خبرې اترې وکړې.
شاه محمود قرېشي په دغه کتنه کښې زياته کړه، د تهران – اسلام آباد د تعلقاتو اوسنۍ سطح اطمينان ورکونکے ده او پاکستان د دغو تعلقاتو پراختيا ته اهميت ورکوي.
په دغه بيانيه کښې راغلي دي د پاکستان خارجه وزير په دغه کتنه کښې د پاکستان له سيمه ايزو دريځونو په تېره بيا د کشمير د مسلمانان په بحث کښې د ايران له دوامدارو ملاتړونو قدرونه وکړه او په دې اړه يې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د تاثير کؤنکي نظر ستائنه وکړه.
هغه همدارنګ د دوو اړخيزو تعلقاتو د مضبوطولو او په افغانستان کښې د صلحې ګډ هدف ته د رسېدو او د متقابلو صلاح مشورو د دوام لپاره د تهران او اسلام آباد په ملګرتياو تاکيد وکړ.