پاکستان د یو بل توغندي کامیابه آزموینه وکړه
Dec 08, 2021 12:11 Asia/Kabul
د پاکستان سمندري ځواک له ځمکې نه د هوا ویشتونکی میزایل په کامیابۍ سره وآزمایه
د پاکستان د پوځ د سمندري ځواک د عامه اړیکو برخې نن په یوه خبرپاڼه کښې د دغه توغندي د تجربې هدف د هر ډول بهرني تیري په وړاندې د دفاع پياوړتیا وبلله.
خبر زیاتوي چې له ځمکې نه د هوايي اهدافو ویشتونکی توغندی په لوړ قدرت سره وتوغول شو او په پوره ځیرتیا سره یې ټاکلی هدف ویجاړ کړ.
د پاکستان پوځ دوه اونۍ مخکښې هم له ځمکې نه د ځمکې د ویشتونکي بالسټک توغندي د کامیازې آزموینې خبر ورکړی و.
پاکستان چې هندوستان د خپل امنیت لپاره یو ستر ګواښ ګڼي، غواړي چې د دغه ګاونډي په شان خپل پوځي توان زیات کړي.