پاکستان کښې د بریښنا بیه لوړه شوه
په پاکستان کښې د نورو سونګو ترڅنګ د بریښنا بیه هم ډیره زیاته شوې ده
پاکستان له څو کلونو راهیسې د ګیس او تیلو او بریښنا له کمي او هم داشان د سونګو او انرجۍ د قیمت له لوړوالي او لوډشیډنګ سره مخامخ دی.
د سبسیډۍ د ختمولو له امله د پټرولو او ډیزلو په شمول د سونګو د بیې د زیاتیدو له خبر وروسته د دغه هیواد د بریښنا ادارې هم پرون، د روان کال دجولایۍ میاشتې له پیلیدو څخه د بریښنا د هر یونټ په قیمت کښې د یوې روپۍ او ۵۵ پيسو د زیاتوالي خبر ورکړ.
وړمه ورځ هم په پاکستان کښې د پټرولو او ډیزلو په شمول د سونګو بیه یوځل بیا زیاته کړې شوه.
د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل په دې هکله وویل چې په نړیواله سویه د تیلو د قیمت زیاتیدو د پاکستان حکومت د سونګو د بیې بیابیا لوړولو ته مجبور کړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د پيسو نړیوال صندوق هم له پاکستان ته د شپږ میلیارډ ډالریز پور د ورکړې پروګرام په پټرولو او بریښنا باندې د سبسډۍ په ختمولو پورې شرطمن کړی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې په پاکستان کښې د تیلو او ګیس له سخت کمي سره سره له ایران څخه د ګیس د انتقال د ډیرې مهمې طرحې په توګه (صلحې د پایپ لاین) پروژه په اسلام آباد باندې د امریکې په شمول د بهرنیو قدرتونو د دباؤ په وجه تراوسه نه ده عملي شوې.