د ملګرو ملتو سرمنشي له پاکستاني سیلاب ځپلو سره د مرستې غوښتنه وکړه
د ملګرو ملتو سرمنشي د پاکستان له سیلاب ځپلو خلکو سره د نړۍ د هیوادونو له خوا د مرستې غوښتنه کړې ده
پاکستان کښې چې نن سبا د خپل تاریخ له یو ډیر ستر او پراخ سیلاب سره مخامخ دی، له دغه کړکیچ سره د مقابلې لپاره د نړیوالې ټولنې د مرستو په تمه دی.
له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې انتونیو ګوتریش پرون د پاکستان د سیلاب ځپلو سیمو د کتنې په دوران کښې او دغه هیواد ته د خپل ۲ ورځني سفر په پاې کښې په یو پیغام کښې ویلي دي: نړیواله ټولنه دې له روان کړکیچه د وتلو لپاره د پاکستان مرسته وکړي.
هغه پرمختللو هیوادونو ته په خطاب کښې زیاته کړه: کوم هیوادونه چې د ګلخانه ایزو ګیسونو په خورولو کښې زیات رول لري باید له پاکستان سره مرسته وکړي ځکه چې دغه هیواد د یادو ګیسونو د خوریدو په ښکارندې کښې هیڅ لاس نه لري او دا حالت یې عادلانه نه دی.
د ویلو ده چې په پاکستان کښې د وروستیو اونیو سختو پشکالي بارانونو د دغه هیواد د لسګونه میلونو خلکو پر ژوند ناوړه اغیزه کړې ده او د دغه هیواد له دریو نه یوه برخه سیمه اوبو لاندې کړې ده او تراوسه لږترلږه ۱۴۰۰ کسان مړه شوي او میلیونونه نور کډه په سر شوي دي.