د ملګروملتونو سرمنشي د پاکستان سیلابونه ویرونکي وبلل
(last modified Sun, 11 Sep 2022 05:03:08 GMT )
Sep 11, 2022 09:33 Asia/Kabul
  • د ملګروملتونو سرمنشي د پاکستان سیلابونه ویرونکي وبلل

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په پاکستان کښې د وروستیو سیلابونو له کبله زیاتې مرګ ژوبلې او تاوانونه ویرونکي او د نه تصور وړ وبلل.

هغه د پاکستان د ځینو سیلاب ځپلیو سیمو له کتلو وروسته په کراچۍ ښار کښې په خبري کانفرنس کښې وویل ما په نړۍ کښې زیاتې انساني غمیزې لیدلي دي خو هیڅکله مو په دغه اندازه اقلیمي وژلې نه دي لیدلي.

انټونیو ګوټریش دې ته په اشارې سره چې د شل ډلې هیوادونه نن سبا د اتیا فیصده ګلتوني ګازونو د خپریدا عاملان دي وویل شتمن هیوادونه له اخلاقي نظره د سیلابونو په شان د ستونزو د حل کولو لپاره د پاکستان په شان له مخ په ودې هیوادونو سره د مرسته کولو مسوول دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم تیره اونۍ په اسلام اباد کښې د نړیوالو رسنیو له استازیو سره په کتنه کښې ویلي وو اسلام اباد د هیوادونو مرستې او د نړۍ ملګرتیا کولو ته سخت ضرورت لري ځکه چې په هیواد کښې درې دیرش میلیونه خلک نیغ په نیغه له سیلابونو اغیزمن شوي دي.

په پاکستان کښې وروستیو سیلابونو کابو څوارلس سوه کسان وژلي ، دولس زره او اوه سوه دوه ویشت نور یې ژوبل کړي او لس میلیارډه ډالره تاوانونه یې رسولي دي.

 

ټیګونه