پاکستان کښې د سیلاب وروستی حالت او تاوانونه
(last modified Tue, 13 Sep 2022 03:12:02 GMT )
Sep 13, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د سیلاب وروستی حالت او تاوانونه

د پاکستان په ډیرو ښارونو کښې د سیلاب په ولاړو اوبو کښې د ماشو کیدو په وجه ډول ډول ناروغۍ په تیره بیا ډینګي تبه ګډه شوې ده

په دې وروستیوکښې د پاکستان په مختلفو سیمو کښې د پشکالي بارانونو او سیلاب له امله د لسګونو میلیونو خلکو ژوند اغیزمن شوی دی. ویل کیږي چې د پاکستان له دریو څخه یوه برخه سیمې اوبو لاندې کړې دي او کابو ۱۴۰۰ کسان د سیلاب له امله مړه شوي دي او لږترلږه ۱۲ زره زخمي او بې کوره شوي دي.

د پاکستان سیلاب د ۳۳ میلیون کسانو ژوند تر اغیزې لاندې راوستی دی. د دغه سیلاب د تاوان اندازه هم ۱۰ میلیارډ ډالر لګول شوې ده.

له اسلام آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې په تیرې یوې میاشتې کښې یوازې به اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونو کښې په ډینګي تبې اخته له ۱۱۰۰ زیات ناروغان رپورټ شوې دي چې بې مخینې شمیر دی.

له دې امله د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په اسلام آباد کښې بیړنی حالت اعلان کړی او ټولو روغتونونو ته یې په ډینګي تبې د اخته ناروغانو د داخلولو لپاره د تیارسي سپارښتنه کړې ده.

د پاکستان جنګ ورځپاڼې هم لیکلي دي چې د بلوچستان صوبې او هم داشان په جعفر آباد، نصیر آباد او صحبت پور سیمو کښې له څو ورځو راهیسې د اوبو د اودریدو له امله وبا خوره شوې ده.

د دغه رپورټ له مخې په سیلاب ځپلو سیمو کښې سخته ګرمي او د اوبو کمی د ستونزو د زیاتیدو او د ملیریا، پیچس او نس ناستي په شمول د ګڼو ناروغیو لامل شوی دی.

د جنګ ورځپاڼې د رپورټ له مخې زرګونه سیلاب ځپلې کورنۍ د ژوند د ابتدايي اړتیاؤ د پوره کولو د حکومتي مرستو د ترلاسه کولو په تمه د سړکونو او لویو لارو په غاړه ژوند تیروي.

د سیلاب له امله د خرابو شویو سړکونو او لارو نه مرمت کیدو هم خلکو ته ګڼې ستونزې جوړې کړې دي.

 

 

 

ټیګونه