امریکا او لویدیځ له خپلواکه هیوادونو سره دښمنۍ لري
(last modified Thu, 15 Dec 2022 07:47:05 GMT )
Dec 15, 2022 12:17 Asia/Kabul
  • امریکا او لویدیځ  له خپلواکه هیوادونو سره دښمنۍ لري

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان یوشمیر متفکرانو د سیمې په بدلونونو کښې د خارجي هیوادونو د منظمو لاسوهنو په رول باندې غور کولو سره د خپلواکه هیوادونو په تیره بیا د اسلامي حکومتونو په وړاندې د لویدیځ له توپیر څخه د ډک چلند په هکله د خلکو په خبرولو ټینګار وکړ.

په اسلام اباد ښار کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د کلتوري سلایار په کوربه توب سیاسي ، مذهبي ، حقوقي ، پوهنتوني او رسندوي حوزو ته اړونده د پاکستان د متفکرانو او پوهانو وحدت رامینځته کونکي غونډه جوړه شوه.

په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت  سفیر سید محمد علي حسیني او د ایران د سفارت کلتوري سلایار احسان خزاعي د پاکستان د شخصیتونو د ګډون په هرکلي سره د دوو دوستو او ګاونډیو هیوادونو د ملګرتیاو، وحدت ته د نړیوال استکبار د مغرضانه کتنې په شمول مخ ته د پراتو  ګډو چینلجونو او د ایران او د پاکستان په شان د سیمې د اغیزشیندونکو هیوادونو او د اسلامي نړۍ د ملګرتیا په هکله وینا وکړه.

په دغه غونډې کښې یوشمیر ګډون کونکو د نړۍ له خپلواکه هیوادونو سره د امریکا او د صهیونیسټ رژيم په شمول د لویدیځو هیوادونو د دښمنۍ مخینې ته اشاره وکړه او ویې ویل ایران او پاکستان چې یوبل ته ډیر نږدې دي او له پیاوړي ولسي اړیکو برخور دي د لویدیځو هیوادونو لخوا له زیات دباونو سره مخامخ دي او له دغو مشکلاتو سره د مقابلې لاره د ملګرتیا د ظرفیتونو پیاوړي کول، د حکومتي چارواکو د تګ راتګ زیاتیدل ، د ترکیبي جنګونو او د ترهګرۍ پرضد برخه کښې له متقابلو تجربو ګټه پورته کول، د دښمنو رسنیو په هکله حقیقت بیانول او تر ټولو مهم د خارجي لاسوهنې نفي کول دي.

 

ټیګونه