بلوچستان کښې د غنمو زیرمې ختمې شوې دي
(last modified Tue, 10 Jan 2023 03:07:30 GMT )
Jan 10, 2023 07:37 Asia/Kabul
  • بلوچستان کښې د غنمو زیرمې ختمې شوې دي

د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې د غنمو د ذخایرو په پاې ته رسیدو سره دغه صوبه له جدي غذايي کړکیچ سره مخامخ شوې ده

د غنمو د برابرولو لپاره د پاکستان د بلوچستان د صوبايي حکومت د بیړنۍ مرستې له غوښتنې سره سره، تراوسه د غنمو هیڅ جوپه دغې صوبې ته نه ده لیږل شوې چې له امله یې په سیمه کښې خوراکي کړکیچ زیات شوی دی.

په هم دې تړاؤ د بلوچستان صوبې د اوړو د ملونو او کارخانو د اتحادیې مشر پرون وویل: د اوړو په برخه کښې له ډیر ستر کړکیچ سره مخامخ یو او د غنمو ۶ لاکو بوجو ته سمدستي او په بیړنۍ توګه ضرورت لرو.

خو د پاکستان مرکزي حکومت د بلوچستان د غنمو د اړتیا د پوره کولو لپاره د دغې صوبې د حکومت غوښتنې ته تراوسه هیڅ ځواب نه دی ورکړی او هم دا موضوع د ځايي چارواکو د اندیښنې سبب شوې ده.

 

ټیګونه