د سرحدي بازارونو په فعالولو کښې د چټکتیا لپاره د ایران او پاکستان اقدامات
د ایران د پلاوي مشر له پاکستان سره د سرحدي تجارت د ګډې کمیټې په لسمې غونډې کښې وویل: د سرحدي بازارونو په فعالولو کښې د چټکتیا لپاره د ایران او پاکستان له خوا ګډ اقدامات ترسره کیږي
د ایران د پلاوي مشر له پاکستان سره د سرحدي تجارت د ګډې کمیټې په لسمې غونډې کښې وویل: د سوداګري راکړو ورکړو او ټرانسپورټ د اسانولو په برخې په تیره بیا د سرحدي مارکیټونو د فعالولو په برخه کښې د دواړو ګاونډیانو ترمینځ ښې موافقې شوې دي.
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د صنعت، معدن او تجارت عمومي مدیر ایرج حسن پور پرون د پاکستان په کویټه ښار کښې د یادې غونډې ترڅنګ ایرنا ته په مرکه کښې وویل: د پاکستان د ګاونډي ولایت په توګه د سیستان او بلوچستان له وړتیاؤ ګټه پورته کل تل په ایجنډا کښې دي.
هغه زیاته کړه: له پاکستان او افغانستان سره ۱۸ سرحدي بازارچې لرو او هڅه شوې چې د ټرانسپورټ، ګمرکاتو، تعرفې، ریلي ارتباطاتو او د وزیرې د صادریدو په اسانتیا په شمول مسایلو باندې د غور په شمول د تجارت د روانولو لپاره ضروري اقدامات د سرحدي تجارت د ګډې کمیټې په لسمې غونډې کښې تعقیبیږي.