ډالرو د پاکستانۍ کلدارې پر وړاندې د لوړېدو تاریخي ریکارډ جوړ کړ
Jan 29, 2023 17:36 Asia/Kabul
یو امریکایي ډالر څخه نن ۲۷۲ پاکستانۍ کلدارې جوړیږي چې په دې سره د کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړیدو تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
یو امریکایي ډالر څخه نن ۲۷۲ پاکستانۍ کلدارې جوړیږي چې په دې سره د کلدارو پر وړاندې د ډالرو لوړیدو تاریخي ریکارډ جوړ کړ.
د پاکستانیو رسنیو د را پورونو له مخې د یاد هېواد په ازاد بازار کې نن یو امریکایي ډالر په ۲۷۲ پاکستانۍ کلدارو پلورل کېده، خو په انټربینک کې بیا یو ډالر په ۲۵۵ پاکسانۍ کلدارو پلورل کېده چې په دې سره د کلدارو پر وړاندې د ډالرو بې سارې لوړیده ریکارډ جوړ کړ.
د یادونې وړده چې په وروستیو څو ورځو کې په پرلپسې ډول ډالر د کلدارو پر وړاندې لوړیږي.