د ایران اسلامي انقلاب نړیوال اغیزونه لري
په ایران کښې د پاکستان پخواني سفیر اصف دراني وویل د ایران اسلامي انقلاب د نړیوال قدرت په ډګر کښې اساسي بدلونونه رامینځته کړي دي.
هغه له ایران پریس خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل د امام خمیني رحمت الله علیه په مشرۍ په ایران کښې د اسلامي انقلاب بریالیتوب په نړیوالو او سیمه ییزو معادلاتو کښې نوي بدلونونه رامینځته کړي دي او د ایران اسلامي جمهوریت په خلکو او د ازادۍ او د خپلواکۍ په حیاتي شعارونو باندې تکیه کولو سره قدرت رامینځته کړی دی.
د پاکستان پخواني سفیر اصف دراني د ایران د اسلامي انقلاب د بهرني اغیز په هکله وویل د اسلامي انقلاب د څلور څلویښتو کلونو له تیریدا سره سره په بیلابیلو ډګرونو په تیره په پوځي ، علمي او د ټیکنالوژۍ په برخو کښې د ایران پرمختګونه دوام لري.
هغه وویل د ایران د اسلامي انقلاب کړچار سبب شوی دی چې نړیوال قدرتونه ایران د خپلې سلطې په مقابل کښې ستر خنډ وګڼي.
د ایران د اسلامي انقلاب په بریالیتوب سره د دغه انقلاب شعارونه د ایران له سرحدونو بهر هم لاړل.
ویښتیا او د اسلامي غورځنګونو دوام ، ولسي پاڅونونه او د نړۍ د پتیالیو او د مظلومو خلکو عدالت غوښتنه او خپلواکۍ غوښتنه د ایران د خلکو له انقلاب څخه پیروۍ کول دي.