په پاکستان کې ترهه ګرې پیښې ددغه هیواد پخوانۍ ستونزه ده
(last modified Mon, 20 Feb 2023 02:46:51 GMT )
Feb 20, 2023 07:16 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې ترهه ګرې پیښې ددغه هیواد پخوانۍ ستونزه ده

په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزارت  پرون ددغو څرګندونو په غبرګون کې وئیلي دي ، په پاکستان کې ناکراري کومه نوي ښکارنده نه ده ،دغه هیواد په تیرو دوو لسیزو کې  له ناکراریو او بد امنیو سره لاس او ګریوان دی  او باید  په  هغه هیواد کې دناا منه وضعیّت  مسئول  افغانستان ونه بلل شي.

په افغانستان کې د  طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت  له ترهه ګرۍ سره دمقابلې او د پاکستان پر امنیتی وضعیّت ئې د اغیزو په باب د کابل  دبې وسۍ په باب د پاکستان د خارجه وزیر څرګندونې رد کړې.

د پاکستان خارجه و زیر بلاؤل بهټو زرداری د میونیخ په امنیتی کنفرانس کې په افغانستان کې  د ترهه ګرو ډلو ټپلو د شتون او  نورو هیوادونو ته د ترهه ګرو ګواښونو دغزیدا د خطرې په باب په خبرداري ورکولو سره وئیلي دي ، افغانستان له ترهه ګرۍ سره دمبارزې لپاره  کافی  جدیّت او ظرفیّت نه لري.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړیو په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت  خارجه وزارت  پرون ددغو څرګندونو په غبرګون کې وئیلي دي ، په پاکستان کې ناکراري کومه نوي ښکارنده نه ده ،دغه هیواد په تیرو دوو لسیزو کې  له ناکراریو او بد امنیو سره لاس او ګریوان دی  او باید  په  هغه هیواد کې دناا منه وضعیّت  مسئول  افغانستان ونه بلل شي.

 د طالبانو د خارجه وزارت په اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې  طالب حکومت ژمن دی څو هیڅوک  دنورو هیوادونو په تیره بیا د ګاونډیو په ضد دافغانستان له خاورې استفاده ونه کړي،زیاته کړې ده ، مونږ  همداراز پاکستانیو چارواکو ته سپارښته کوو چې په نړیوالو کنفرانسونو کې د شکایت په ځاي دې  دوه اړخیزې مسئلې  دافغانستان له حکومت سره  مخامخ  خبرو کې مطرح کړي.

 

ټیګونه