ایران او پاکستان له نشه ایزو موادو سره په مقابله کښې ملګرتیا پراخوي
(last modified Tue, 28 Feb 2023 03:12:52 GMT )
Feb 28, 2023 07:42 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان له نشه ایزو موادو سره په مقابله کښې ملګرتیا پراخوي

د ایران او پاکستان له نشه ایزو موادو سره په مبارزه کښې د ملګرتیا د پراخولو په هکله موافقه کړې ده.

د ایران د پولیسو له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د څانګې مشر او د پاکستان د اینټي نارکوټکس ځواک Anti-narcotics force قومندان د دوه اړخیزې ملګرتیا پر پراختیا تاکید وکړ.

سردار مجید کریمي او محمد عتیق الرحمان په راولپنډۍ ښار کښې په خپل ملاقات کښې، په ګډو پولو کښې د نشه ایزو موادو له قاچاق او اشرارو سره په مبارزه کښې په دوه اړخیزې ملګرتیا پورې اړونده وروستي بدلونونه وڅیړل.

دواړو لورو په دغه ملاقات کښې موافقه وکړه چې له نشه ایزو موادو سره په مبارزه کښې خپلې ملګرتیاوې لاپیاوړې کړي.

د ایران له نشه ایزو توکو سره د مبارزې د پولیسو مشر به نن د پاکستان د نشه ایزو توکو د کنټرول له وزیر شاه زین بګټي او هم داشان د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر له قائم مقام سره وګوري.

 

ټیګونه