Mar 17, 2023 07:26 Asia/Kabul
  • د ایران او عربستان موافقه ډیره مهمه ده

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ډیپلماټیکو اړیکو د بیا پيلولو لپاره د ایران او عربستان موافقه د اسلامي نړۍ لپاره ډیره مهمه وبلله

بلاول بوټو زرداری د موریتانیا په پلازمینه کښې د اسلامي ملګرتیا سازما د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو په نهه څلویښتمې غونډې کښې په خپلې وینا کښې، د اړیکو د بیا پيلولو لباره د ایران او عربستان د موافقې په هرکلي سره وویل: هر ډول جګړه او اختلافات د اسلامي نړۍ یووالي او ترقۍ ته تاوان رسوي.

زرداری د تهران او ریاض په اړیکو کښې وروستي بدلون  ته په اشارې سره زیاته کړه: مونږ په اسلامي نړۍ کښې په شخړو او اختلافاتو باندې د غور کیدو غوښتونکي یو ځکه چې نښتې زمونږ یووالی او وحدت ختموي، ترهګرۍ او تندلاریتوب زیاتوي او له پرمختګ څخه مو پام اړوي.

د پاکستان خارجه وزیر څرګنده کړه: اوس وخت دی چې په یمن، سوریې، عراق او لیبیا کښې د صلحې لپاره په خپلو کښې یو شو او د دې کار په موخه د اسلامي ملګرتیا سازمان باید د خبرواترو له لارې د حل لارو د پياوړتیا لپاره خپل امنیتي مکانزم پياوړی کړي.

بلاول بوټو زرداري هم داشان د اسلامي نړۍ مخې ته پرتو ننګونو او په افغانستان، نیواکي فلسطین او کشمیر کښې د امنیتي او اقتصادي کړکیچونو او له اسلامه د ویرونې د شیطاني ښکارندې په یادولو سره یې وویل: د اسلامي ملګرتیا سازمان غړو ته پکار دي چې په مسجدالاقصی او نیواکي فلسطین باندې د اسرائیلو د رژيم د بیابیا تیریو غندنه جاري وساتي. د فسطین خلک باید د قدس شریف په پایتختۍ، له ۱۹۶۷ کال نه د مخکښنیو سرحدونو مطابق خپلواک او آزاد هیواد ولري.

 

ټیګونه